برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

حضرت ځاځی، مجیب او راشد خان یو ځل بیا د بریا اتلان

آریانانیوز: د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ په دویمه شل اوریزو سیالۍ کې د افغانستان نوي ځوان چپ لاسي چټک توپوهونکي حضرت الله ځاځي یو وار بیا پر ایرلینډ توپ اچونکو د شپږیزو باران جوړ کړ.


حضرت الله ځاځی چې خپله درېیمه نړیواله شل اوریزو سیالۍ یې ترسره کوله د ایرلینډ پر وړاندې یې د تېرې لوبې په څېر یو وار بیا د ایرلینډ توپ اچوونکي ښه وټکول او ۸۲ چټکې منډې یې جوړې کړې، چې په تېرو ۲ سیالیو کې یې ۱۳ شپږیزې او ۱۴ څلوریزې ووهلې.
د نوموړي په مرسته افغانستان لوبډلې ایرلینډ لوبډلې ته په ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۶۰ منډې جوړې کړې، ځاځي د ۷ اسمان څکو شپږیزو او ۶ څلوریزو په مرسته په ۵۴ توپونو ۸۲ منډې جوړې کړې.
له ده پرته یوازې اصغر افغان ښه وځلېد ( نوموړي په ننۍ منډو کولو سره په ۵۶ شل اوریزو سیالیو کې تر ۱۰۰۰ زیاتې منډې جوړې کړې)، نور لوبغاړو په پرلپسې ویکټې له لاسه ورکولو ایرلینډ ته ستر هدف محدود کړ، شهزاد، سمیع شینواري او افتاب عالم ۱-۱ منډه، شفق ۲، نبي ۱۲، نجیب ۲۰ او راشد بې له کومې منډې جوړولو وسوځېد.
ایرلینډ لوبډلې د هدف پوره کولو لپاره اوپننګ ته سټرلینګ او تومپسن راښکته کړل، خو د مجیب په زړه پورې توپ اچونې یې دغه خوب له منځه ویوړ، او په یوه اور کې یې ۲ ویکټې واخیستې.
همدا ډول راشد خان توپ اچونې ته د راتلو سره سم ویکټه واخیسته، چې په همدې ډول یې په خپل دویم اور کې هم ویکټه، په درېیم اور کې ۲ ویکټې واخیستې او په مرسته یې بریا خپله کړه.
راشد خان په ۳ اورونو کې یوازې ۱۷ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځول، مجیب په ۴ اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې او ۳ ویکټې یې وسوځولې، ددوی ترڅنګ افتاب عالم، فرید احمد او محمد نبي هم یوه یوه ویکټه وسوځوله، چې په پای کې یې د ایرلینډ لوبډله په ۷۹ منډو جوړولو وسوځوله.
افغانستان لوبډلې په دې بریا سره له ایرلینډ لوبډلې څخه د درې نړیوالو شل اوریزو لړۍ هم وګټله، او ایرلینډ ته یې پرلپسې اوومه ماتې ورکړه، چې په تېرو ۱۷ نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې یې ۱۴ بریاوې خپلې کړې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي