برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۲ مرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

جمهور رییس غنی: سمنګان د افغانستان د سراسري انکشاف نه جلا کېدونکې برخه ده

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د سمنګان ولایت د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه، د دې ولایت مرکز ایبک ښار ته سفر وکړ...


جمهوررئیس سره په دې سفر کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌ډاکتر حمد الله محب، د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز محمد یاسین ضیا، د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس شمیم کټوازي، د پوهنې او ښځو چارو سرپرستو وزیرانو او یو شمېر نورو دولتي مسوولینو هم ملتیا کوله.

ایبک ښار ته له رسېدو سره سم جمهوررئیس لومړی په هغه ښار کې د وروستي تروریستي برید د ځای لیدنه وکړه او د سمنګان د ملي امنیت رئیس تورن جنرال سید امیر شاه سادات ورته معلومات ورکول.

وروسته جمهوررئیس او ورسره پلاوي په لویې ولسي غونډه کې چې د ولایت مقام په تالار کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ او د مشرانو، متنفذینو او د هغه ولایت د مختلفو قشرونو غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې یې واورېدې.

لومړی د سمنګان والي محمد داوود کلکاني جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست او لوی اختر د مبارکۍ ترڅنګ وویل: سمنګان د کوچني افغانستان په څېر دی چې د خلکو مختلف قومونه په کې ژوند کوي.

هغه زیاته کړه، د سمنګان خلک په کرنه بوخت دي او اقتصادي او امنیتي ستونزې لري او د دې ولایت د ډبرو سکرو کان په غیر قانوني ډول کېندل کېږي او خلک له هغه څخه هېڅ ډول امتیاز نه ترلاسه کوي.

د سمنګان والي د اوبو د کموالي او د سړکونو جوړولو ستونزو یادونه وکړه وې ویل، د جمهوررئیس له لوري له دریمې درجې څخه دویمې درجې ته د سمنګان ولایت له منظورۍ وروسته، تر اوسه ورته د دویمې درجې امتیازات نه دي ورکړل شوي. د اب کلي بند د جوړولو کار بیا پیل شوی او د ډبرو سکرو کان امنیت او د قاچاق مخنیوي ته دې جدي پاملرنه وشي.

وروسته روح الله حبیب، محمد علي بهار، مېرمن نسیمي، حاجي فیض الله، عبدالستار قاسمي، د ځوانانو او کوچیانو استازي، نورالدین نېکجو، نفیسه اعظمي، نورالله مهمند، شکیلا حنفي، عبادالله مجاهد، حاجي محمد مسعود او پوهنمل محمد نظري او یو شمېر نورو د سمنګان ولایت د ټولو ولسوالیو او د ایبک ښار د ناحیو په استازیتوب خبرې وکړې.

هغوی د امنیت تامین، پوهنې ته د پاملرنې، سړکونو جوړولو، د اداري واحدونو تشکیل د زیاتوالي، د لویو لارو د امنیت تامین، چاپېریال ساتنې او کرنې ته پاملرنې، د بلخاب د اوبو مدیریت، په سیمه ییزو ادارو او په مجموعه کې د حکومت په جوړښت کې د مېرمنو او ځوانانو ګومارنو، د معیاري سړو خونو جوړولو، د کلینیکونو جوړولو په ځانګړي ډول په فیروز او نخچیر ولسوالیو کې، کرنیزو محصولاتونو ته د بازار موندنې، د برېښنا انرژۍ، کوچیانو ته د پاملرنې، د ښوونکو او درسي کتابونو د کموالي، د سولې پروسه کې د ښځو سمبولیک رول پایته رسولو، په دولتي بستونو کې توازن، ښوونځیو ته د اوزبیکي کتابونو وېش، د سمنګان لوړو زده کړو موسسې په چوکاټ کې د جیولوجي او کانونو، وترنرۍ، د پښتو او اوزبیکي څانګو زیاتوالي، د کرنیزو څېړنو فارم جوړولو، پوهنتون ته د سمنګان لوړو زده کړو موسسې لوړېدو، معلولینو ته د پاملرنې او په سمنګان کې د مېشتو امنیتي او دفاعي بنسټونو په تشکیل کې د زیاتوالي په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه جمهوررئیس سره شریک کړل.

وروسته د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح خبرې وکړې او د سمنګان ولایت له خلکو د دې لپاره چې د اقتصادي پراختیا او د دې ولایت د امنیت تامین په برخو کې یې خپلې اساسي غوښتنې مطرح کړې، مننه وکړه.

د جمهوررئیس لومړي مرستیال زیاته کړه: د قومونو ترمنځ د صمیمیت روحیه او ستاسو غوښتنې په ځانګړي ډول د برېښنا انرژۍ، د سمنګان لوړو زده کړو موسسې لوړېدو، د سړو خونو جوړېدو، کرنې او مالدارۍ ته د پاملرنې او د اوزبیکي ژبې د ودې په برخو کې، د ستاینې وړ دي.

جمهوررئیس غني د هغوی د خبرو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته وویل: موږ په تواضع ستاسو خدمت ته راغلي یوو، ځکه په جمهوریت کې خلک اصل او ریښه ده.

هغه له جمهوریت او د افغانستان اسلامي جمهوري نظام څخه د خلکو د مختلفو اقشارو د ملاتړ له امله د مننې ترڅنګ وویل، سمنګان د کوچني افغانستان او زموږ د ټولو خلکو د پیوستون او ګډې اوسېدنې بېلګه ده.

جمهوررئیس وویل، زه د چنګاښ په ۲۳ په ایبک ښار کې د تروریستي پېښې د همدردۍ او تسلیت څرګندولو لپاره راغلی یم. هغه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړورتیا او سرښندنو د ستاینې ترڅنګ د ملي امنیت عمومي رئیس ته لارښوونه وکړه چې په سمنګان ولایت کې د دې بنسټ د منسوبینو د مادي او معنوي ستایلو لپاره خپل وړاندیز ترتیب کړي.

همداراز جمهوررئیس اړوندو مسوولینو ته دستور ورکړ چې د سمنګان د ملي امنیت ریاست او ښاروالۍ ودانۍ چې په یاده تروریستي پېښه کې زیانمنې شوې دي، د بیارغاونې په برخه کې ژر اقدام وکړي.

جمهوررئیس غني وویل: کله چې سمنګان ته راځم، د سهراب مور تهمینه مې یادېږي چې څه زړور زوی یې پخپله غېږه کې را لوی کړ. د سمنګان حماسې په تاریخ کې ځانګړی ارزښت لري.

جمهوررئیس پر دې په ټینګار سره چې سمنګان د افغانستان د سراسري انکشاف نه جلا کېدونکې برخه ده وویل: د سمنګان د اوبو په برخه کې به د روان کال تر پایه تصمیم ونیول شي. د ځمکو خړوبولو ټول بندونه په شپږو میاشتو کې ارزول کېږي او د سمنګان لپاره به څلور بندونه په نظر کې ونیول شي.

هغه په ټینګار وویل، زموږ اوبه، زموږ ابرو ده، په موږ پورې اړه لري او هغه مدیریت کوو او د بامیان دره صوف سړک جوړولو کار چټکوو. زه پر افغانستان او خلکو په ځانګړي ډول ښځو او ځوانانو باور لرم او د هغوی کانونو ته انکشاف ورکوو.

جمهوررئیس وویل، په شپږو میاشتو کې سړکونه مدیریت کېږي او کانونو ته چې د افغانستان له کلیدي پانګو څخه دي، پاملرنه کېږي.

جمهوررئیس غني همداراز وویل، د کانونو امنیت ته پاملرنه کېږي او د کرنې په برخه کې به په راتلونکو څو اونیو کې د اقتصادي انکشاف پلان ملت ته وړاندې شي.

هغه زیاته کړه: عمده کرنیزو تولیداتو په ځانګړي ډول د انګورو مدیریت ته ځانګړې پاملرنه کېږي. په راتلونکو دوو اونیو کې د ښوونکو لپاره ۱۵ زره نوي بستونه اعلانېږي، هغه ولایتونه چې کم انکشاف یې کړی او په ځانګړي ډول سمنګان یې په سر کې ځای لري.

جمهوررئیس وویل، د هیواد په هر ولایت کې د ښځینه مرستیالې د ګومارلو پروسه د ښځو چارو وزارت، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له لوري د معیار پر اساس په راتلونکو دریو میاشتو کې بشپړېږي او د سمنګان د ښځو له ډلې به یوه د والي مرستیاله وټاکل شي.

د هیواد جمهوررئیس معلولینو ته په خطاب کې وویل، زه تاسو ته د مختلفو وړتیاوو لرونکي کسان وایم، حساب ورکوونکی دولت موجود دی، په همدې اساس تاسو ته پام کېږي. هغه زیاته کړه، په افغانستان کې درې ډوله کلیوال، ښاریان او کوچیان موجود دي او دا چې کوچیانو په تېرو څلوېښتو کلونو کې زیات محرومیتونه لیدلي دي، هغوی ته د کلیو پراختیا وزارت او اړوندو ادارو له لوري پاملرنه کېږي.

جمهوررئیس غني وویل، اړتیا ده چې د افغانستان ټول خلک یو بل درک کړي، کوچیان د افغانستان په ټولو قومونو پورې اړه لري او دا د ژوند یوه طریقه ده.

جمهوررئیس پر دې په ټینګار سره چې د سمنګان د خلکو هېڅ برخه په سیمه ییزه اداره کې محرومه نه پاتې کېږي وویل، د دولت برنامې ملي دي او هر ولایت، ولسوالۍ او کلی به په دې هېنداره کې ځان وویني. د ولسي تړون او ملي دسترخوان برنامې یې بېلګې دي.

د هیواد جمهوررئیس له خلکو وغوښتل چې الکترونیکي تذکرې واخلي او د افغانستان د داخلي منابعو په انکشاف تمرکز وکړي. هغه زیاته کړه، د افغانستان د شمال راتلونکې مرکزي اسیا پورې تړلې ده او لویې سیمه ییزې پروژې د عملي کېدو په حال کې دي او موږ باید خپل ځان د یوې لویې سیمې په چوکاټ کې ووینو.

جمهوررئیس غني وویل، د سولې په اړه نهایي تصمیم به د افغانستان ملت نیسي او په دې برخه کې به ډېر ژر مشورتي لویه جرګه جوړه شي.

شریک یي کړئ!