برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني د ګلبهار د برېښنا سب ‌سټیشن پرانیست

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې کاپیسا ولایت ته په خپل سفر کې د ګلبهار د ۲۲۰/۲۰ کیلوولټ سب سټیشن او له پشته سرخ څخه ګلبهار ته او له ګلبهار څخه تر احمد بېک پورې د ۲۲۰کلیوولټ انتقالي لین د پټۍ په پرېکولو او د بټنې په کېکاږلو سره ، پرانیست.

د کاپیسا ولایت حصه اول ولسوالۍ ته د جمهور رئیس د ورتګ پر مهال چې د ګلبهار د برېښنا سب سټېشن په کې موقعیت لري، د یاد ولایت مشرانو اوپه ولسي جرګه کې د خلکو استازو د جمهور رئیس تود هرکلی وکړ او د یاد سب سټېشن له پرانیستنې وروسته یې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د کاپیسا ولایت سلګونه اوسېدونکو پکې حضور درلود، ګډون او وینا وکړه.

په پیل کې د کاپیسا والي عبدالطیف مراد جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د اوربند په برخه کې د جمهوررئیس دکړنو، لاسته راوړنو او نوښتونو مننه وکړه او له فساد سره پر مبارزې، په کاپیسا ولایت کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پیاوړتیا او د زیربنایي پروژو پر عملي کېدو یې ټینګار وکړ.

د کاپیسا والي د باغ درې بڼ جوړول، د ګلبهار د نساجي فابریکې بیارغاونه او د صیاد د تفریحي بڼ د کار عملي پیل د خلکو مهمې غوښتنې وبللې.

وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت معین او سرپرست محمد ګل خلمي د ګلبهار د ۲۲۰/۲۰ کیلوولټ سب سټېشن او له پشته سرخ څخه ګلبهار ته او له ګلبهار څخه تر احمد بېک پورې د ۲۲۰کلیوولټ انتقالي لین په اړه معلومات ورکړل وې ویل، دغه سب سټېشن د ۶۵.۸میلیون ډالرو په لګښت د امریکا د اردو انجنیري ټیم په مرسته جوړ شوی او ۳۰۰۰۰ کورنیو ته به برېښنا تامین کړي.

وروسته قومي مشر امین الدین مظفري د زیربناو، سیمه ییزو او بین المللي سیاستونو، فساد ، غاصبینو او غیرمسووله وسله والو سره د مبارزې په برخو کې د جمهوررئیس د طرحو او برنامو هرکلی او ملاتړ وکړ. هغه د برېښنا د سب سټېشن د پرانیستنې مننه وکړه او د دانش سرک د عملي کار د پیل غوښتنه یې وکړه.

ورپسې مېرمن سارا د ځوانانو د پارلمان په استازیتوب خبرې وکړې وې ویل، کاپیسا بډایه سرچینه ده او باید د ټول هېواد لپاره پر مارکیت بدل شي.

هغې د مېوو او سابو د پروسس د فابریکې د جوړېدو، د ځوانانو د مهارتونو د ودې او د ظرفیت لوړونې او د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.

وروسته جمهوررئیس غني د کاپیسا ولایت خلکو ته د برېښنا د سب سټېشن د پرانیستې مبارکې وویله زیاته یې کړه: کاپیسا د تاریخي حماسو ځای دی او د سپېڅلي جهاد شهیدان او اتلان را یادوي.

جمهوررئیس د هېواد او د خلکو د دفاع په لاره کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د صبر او زغم ستاینه وکړه وې ویل، له دې امله چې زمونږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په میړانه ولاړ دي، نن د افغانستان بقا په خطر کې نه ده او په بریالیتوب سره له دې ازموینې وتلي یوو.

جمهوررئیس پر دې په ټینګار چې د سولې او هوساینې په خاطر اجماع شته وویل، هغه عمده موضوعات چې د ملي یووالي حکومت په پاتې موده کې به پرې تمرکز وشي، شفافې او همه‌شموله ټاکنې دي چې په هره بیه وي ترسره کېږي. هغه له ښځو وغوښتل چې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي او په ټینګار یې وویل، د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو کې د ښځو پر وړاندې شته ستونزې به حل شي.

جمهوررئیس وویل، د سولې په اړه اجماع شته، سوله به د پردې تر شا نه کېږي او موږ تلپاتې سوله غواړو. هغه زیاته کړه له بېلابېلو اقشارو سره مشورې روانې دي.

محمداشرف غني وویل، اصلاحات به په ټول قوت سره دوام مومي او له اصلاحاتو پرته هېواد په پښو نه ودرېږي.

د هېواد جمهور رئیس د کاپیسا د خلکو غوښتنو او وړاندېزونو ته په پام وویل، ملي تدارکاتو کمېسیون کې پر دانش سړک کار روان دی، د ولایت اداري کمپلکس تمویلېږي او د صیاد پارک به د ملي پارک په توګه جوړشي.

جمهوررئیس غني وویل، د کاپیسا ولایت اداري کمپلکس کې دې د فاتحې د مراسمو یو سالون او څو وړکتونونه په پام کې ونیول شي. هغه د کاپیسا ولایت د کرنې،باغدارۍ او ځنګلونو پر عصري کېدو او همداراز د کاپیسا په ښوونځیو او پوهنتونو کې د ګرځندوی، صنعتي او ترانزیټي او بنیادي تحول پر رول ټینګار وکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي