برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۵ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جبار قهرمان په يوه چاودنه کې ووژل شو

آریانانیوز: د هلمند په لښکرګاه ښار کې ولسي جرګې ته نوماند عبدالجبار قهرمان په ټاکنيز دفتر کې چاودنه شوې ده چې نوموړی په کې وژل شوی دی او ګڼ نور ټپيان دي.


د هلمند ولايت چارواکي وايي چې دغه چاودنه څو شيبې وړاندې د عبدالجبار قهرمان په ټاکنيز دفتر کې شوې ده.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي په دغه چاودنه کې د ولسي جرګې نوماند عبدالجبار قهرمان وژل شوی او اته تنه نور ټپيان دي.
ځواک زياتوي چې چاوديدونکي توکي د جبار قهرمان په کوچ (د کيناستو چوکۍ) کې ځای په ځای شوي وو چې وچادېدل.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدی د بريد مسؤليت په غاړه اخيستی او ويلي يې دي چې عبدالجبار قهرمان يې له څو مهمو مشاورينو سره په يوه تکتيکي چاودنه کې وژلی او ۶ ساتونکي يې ټپیان کړي دي.
له هغې ورځې چې ټاکنيزې منډې ترړې پيل شوي دي دا لسم نوماند دی چې په چاودنو او بريدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي