برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

تعويذګر ملارسول لنډی دې سنګسار شي

آریانانیوز: د فارياب د علماوو شورا د هغه تعويذګر په اړه فتوا صادره کړې ده چې له پرديو ميرمنو سره په ناروا جنسي اړيکو تورن دی.


ملا رسول لنډی چې تر دې وړاندې يې په فارياب ولایت کې د اربکيانو په ليکو کې دنده ترسره کوله اوس تعويذګر دی چې د تعويذ په پلمه يې ډېرې ميرمنې بې عزته کړې دي.
وروسته له هغه چې تيره اوونۍ په ټولنيزو شبکو کې د دغه تعويذګر انځورونه خپاره شول چې له يوې ميرمنې سره په ناروا جنسي اړيکو بوخت دی، خلک يې راوپارول.
په لومړي سر کې که څه هم ياد تعويذګر ملا ښودل شوی و؛ خو وروسته معلومه شوه چې دا سړی پخوانی اربکی او اوسنی تعويذ ګر دی چې د پيسو د ګټلو او جنسي خواهشاتو د پوره کولو په پلمه يې دې لوري ته مخه کړې ده.
د فارياب د علماوو په يوه تازه فتوا کې راغلي دي چې ملا رسول لنډی بايد د اسلامي شريعت له مخې سنګسار شي ترڅو نورو خلکو ته عبرت شي.
د فارياب د علماوو د شورا مرستيال مولوي غلام نبي غفوري رسنيو ته ويلي دي چې دغه ملا له پرديو ميرمنو سره د زنا مرتکب دی چې بايد سنګسار شي او د خلکو په وړاندې په تېږو وويشتل شي.
د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې تعويذګر او دغه ډول خلک چې د دم او تعويذ په پلمه له خلکو پيسې شکوی ډیر وخت يې په اړه بېلابيل خبرونه ورکول کيږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي