برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۳۰ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د فارياب امنيه قومندان نظام الدين قیصاري د خوشې کولو امر

آریانانیوز: د لويې څارنوالۍ چارواکو تاييد کړې، چې د جنرال دوستم نږدې ملګری او د فارياب امنيه قومندان نظام الدين قیصاري د خوشې کولو امر شوی دی.



د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي يک ټلويزون ته ويلي، چې قیصاري د ملي امنيت په زندان کې دی او ملي امنيت لويې څارنوالۍ ته ويلي، چې د قومندان قيصاري قضيه طولاني ده او له بنده د خلاصېدو لپاره ضمانت ته اړتيا لري.
د رسولي په وينا ښاغلی قیصاري په مشروط ډول په ضمانت خوشې شوی، خو وظيفه يې ځنډول شوې او له هېواده ممنوع الخروج اعلان شوی دی.
د لويې څارنوالۍ وياند زياته کړې، چې قومندان قیصاري د يوه قوي ضمانت پر اساس خوشې شوی دی.
قیصاري د فارياب امنيه قومندان او د ګډ حکومت د ولسمشر اشرف غني د لومړي مرستيال جنرال دوستم نږدې سړی بلل کيږي، چې نږدې شپږ مياشتې وړاندې د ګڼ شمېر خپلسريو او دفاع وزارت چارواکو سره د شخړې له امله له ۲۵ ملګرو وسله والو سره نيول شوی و.
قومندان قیصاري په داسې حال کې خوشې شوی، چې څو ورځې وړاندې د جنرال دوستم پلويانو ويلي و، چې ولسمشر اشرف غني ترې په راتلونکو ټاکنو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
کېدای شي د قیصاري خوشې کول له دوستم سره د نږدې کېدو او روغې پيلامه وي.
په دې وروستيو کې حکومت څو ځله خپلسري قومندانان نيولي، خو د يو شمېر فشارونو په پایله کې يې بېرته خوشې کړي دي
تر ټولو مهم يې د هزاره توکمي قومندان عليپور او همدارنګه د کندوز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې د اربکيانو قومندان نويدک و، چې د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی و، خو د يو شمېر فشارونو له امله بېرته خوشې شول.

شریک یي کړئ!