برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۹ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

بادغیس کې له پوهنې د ملاتړ لویه غونډه جوړه شوه

د بادغیس ولایت د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې د سیمې د خلکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدنې ټولنې، ځوانانو او یو شمېر نورو کسانو په ګډون له پوهنې د ملاتړ غونډه جوړه شوه.


په دغه غونډه کې ټولو په یوه خوله د پوهنې وزارت له پروګرامونو او پلانونو ملاتړ اعلان کړ او ژمنه یې وکړه، چې د پوهنې د ودې او پراختیا لپاره به هر ډول مرسته او همکاري کوي.
په یاده ملاتړ غونډه کې د بادغیس د پوهنې رییس، د ولایتي شورا، دیني عالمانو، مدني ټولنې او ځوانانو استازو خبرې وکړې او له معارف څخه د هر اړخیز ملاتړ ډاډ یې ورکړ.
۱۳۹۷ کال د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري له پوهنې د ملاتړ کال نومول شوی، چې له همدې امله د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د ټولنې د بېلابېلو قشرنو لخوا د ملاتړ غونډې جوړېږي او د پوهنې وزارت له پروګرامونو او پلانونو ملاتړ اعلانېږي.
د پوهنې وزارت رهبري ډاډ ورکوي، چې روان کال به د پوهنې د ودې او پیاوړتیا لپاره یو خورا مهم او متفاوت کال وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي