برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۷ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغانستان سرېلنکا ته ستره ماتې ورکړه او دویم پړاو ته ووت

آریانانیوز: د اسیا جام سیالیو په درېیمه ورځ د افغانستان او سرېلنکا لوبډلو ترمنځ سیالۍ کې افغانستان سرېلنکا ته د ۹۱ منډو په توپير ستره ماتې ورکړه او سرېلنکا لوبډله یې له سیالیو بهر کړه.


په دغه سیالۍ کې د افغانستان توپوهنې او توپ اچونې برخه پر سرېلنکا لوبډلې پورته وه، چې لومړی یې په زړه پورې هدف ورته وټاکه او بیا یې په میړانه د ټاکلي هدف دفاع وکړه، چې په مرسته یې دویم پړاو ته لار وموندله.
په دغه سیالۍ کې پچه افغانستان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، چې محمد شهزاد او احسان جنت افغانستان ته د ملینګا په شتون ښه پېل ورکړ، چې ۵۷ منډې ملګرتیا یې وکړه، محمد شهزاد ۳۴ او احسان جنت ۴۵ منډې جوړې کړې.
ورپسې رحمت شاه او اصغر افغان ودریدل خو اصغر د یوې منډې په جوړولو خپله ویکټه له لاسه ورکړه او حشمت شهیدي د رحمت شاه ملګرتیا وکړه، د دواړو ترمنځ ملګرتیا د مبصرینو لخوا ښه وستایل شوه چې هم يې منډې جوړې کړې او هم یې ویکټه وساتله، رحمت شاه ۷۲ او شهیدي ۳۷ منډې جوړې کړې.
په پای کې افغانستان لوبډلې سره د زیاتو منډو جوړولو چانس و خو ویکټې يې ژر له لاسه ورکړې او په ۵۰ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۵۰ منډو هدف وټاکه، چې د توپ اچونې برخې ته په کتلو یو مناسب او ښه هدف و.
په ځواب کې د سرېلنکا لوبډله مجیب الرحمن په لومړي اور کې له سخت فشار سره مخ کړه او په دویم توپ یې ویکټه ترلاسه کړه، وروسته که څه هم ترنګا او ډيسیلوا د ۵۴ منډو ملګرتیا وکړه خو د سخت فشار له کبله یې ویکټې ونشوې ساتلای.
ددوی لخوا اپول ترنګا ۳۶ او تیسارا پریرا ۲۸ منډې جوړې کړې، د افغانستان لخوا هر یو توپ اچونکی په خپل ځای او وخت کې ښه ثابت شو، د مجیب الرحمن او راشد خان توپ اچونې خو سرېلنکا لوبډله بې ځوابه کړې وه.
مجیب په ۹ اورونو کې ۳۲ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول، محمد نبي په ۱۰ اورونو کې یوازې ۳۰ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې وسوځول، همدا ډول ګلبدین نائب او راشد خان هم ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.
راشد خان په توپ اچونه کې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، همدا ډول د نوموړي ډګر ساتنې یې هم مبصرین حیران کړل، د نوموړي په ښکلې ډګر ساتنې يې د مجیب سره په مرسته د جیسوریا مهمه ویکټه (رن اوټ) هم واخیسته.
د یادونې وړ ده چې افغانستان لوبډله خپله دویمه سیالۍ د بنګلدیش پر وړاندې په ۲۰ سپتمبر د راتلونکې پنجشنبې په ورځ ترسره کوي، خو د بي ګروپ څخه د سرېلنکا لوبډله بهر او د بنګلدیش او افغانستان لوبډلې دویم پړاو ته لار وموندله.
د اسیا جام تر ټولو تاریخي او په زړه پورې سیالۍ چې د تاریخي سیالانو (پاکستان او هندوستان) ترمنځ ترسره کیږي، سبا د مازیګر په ۴ بجې د دوبۍ په لوبغالي کې د روهیټ شرما او سرفراز احمد تر مشرۍ لاندې ترسره کیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي