برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۷ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

افغانستان ته د ترکمنستان بشردوستانه مرستې

آریانانیوز: د فاریاب سیمه ییز خبریالان او قومي مشران وايي، یوه اونۍ مخکې د ګاونډي هېواد ترکمنستان لخوا د رمضان المبارک په مناسبت مرسته شوي ۹۵ ټنه خوراکي توکي د دولت او طالبانو ترمنځ د نه همغږۍ له امله له توزیع وړاندې ضایع شوي دي.
د ترکمنستان لخوا مرسته شوي کرم او ګازرې چې د طالبانو په ساحه کې خراب شول
د ترکمنستان هېواد لخوا مرسته شوو خوراکي او کرهڼيزو موادو کې: ۳۵ ټنه رومي بانجان، ۲۰ ټنه کرم(بند ګلپي)، ۲۰ ټنه ګازرې، ۱۲ ټنه نوشابه، ۸ ټنه چاکلیټ او بیسکټ، له ۳۰۰ زره زیاتې د چرګانو هکۍ شاملې وې، چې د رمضان المبارک په مناسبت افغان ولس ته د مرستې په نوم رالیږل شوي وو.
په فاریاب کې د پژواک خبریال قطب الدین کوهي وايي، له دغو مرستو څخه شاوخوا ۱۰ ټنه خوراکي توکي د اندخوی څلور ګونو ولسوالیو په خلکو وویشل شول او پاتې نور ۸۵ ټنه خوراکي توکي چې د فاریاب مرکز میمنې او ۱۰ ولسوالیو بې وزلو لپاره ځانګړي شوي وو، د ۶ کانتیرونو په واسطه انتقالیدل؛ خو د شیرین تګاب ولسوالۍ په استقامت کې د طالبانو لخوا راوګرځول شول.
نوموړی زیاتوي، د اتو ورځو ځنډولو پایله کې د مرسته شوو خوراکي توکو زیاته برخه فاسد(خراب) او لږه برخه یې په خلکو وویشل شول، چې نن د طالبانو تر کنترول لاندې د خواجه ناموسی ولسوالۍ په بازار کې د ترکمنستان هېواد مرسته شوي یو کارتن رومي بانجان په ۲۴۰ افغانۍ پلورل کیدل.
د ترکمنستان لخوا مرسته شوي رومي بانجان په بازار کې پلورل کیږي
د کوهي په خبره طالب ویاند دوه ځله ورته وویل، چې ملګري یې په دغو مرسته شوو توکو کې برخه نه غواړي، البته د کانتیرونو په هکله له معلوماتو بشپړولو وروسته به اجازه ورکړي؛ خو داسې ونه شول.
د ترکمنستان لخوا مرسته شوي کرم او ګازرې چې د طالبانو په ساحه کې خراب شول
په ورته وخت کې د فاریاب ولایت مدني فعالانو او ځایي خلکو هم د طالبانو له دغه کار څخه نیوکه کړې او ویلي وو، که طالبان دغه مرستې د حکومت کنترول لاندې ساحو ته نه پریږدي، نو کم له کمه د خپل واک لاندې سیمو کې دې په ناداره خلکو وویشي.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه ویلي نه دي؛ خو وړمه ورځ طالبانو د «ورځې خبره» تر عنوان لاندې خپره کړې مقاله ټولو خیریه ټولنو او مرسته کوونکو هېوادونو ته ډاډ ورکړی وو، که دوی غواړي چې افغانانو ته بشري مرستې ورسوي، په ځانګړې توګه د طالبانو واک لاندې ساحو ته، نو طالبان ورسره هرقسم همکارۍ ته تیار دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي