برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۳ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اسلام اباد څخه تښتول شوی د پوليسو افسر ننګرهار کې وژل شوی

آریانانیوز: د اسلام اباد د پوليسو يو افسر او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی محمد طاهر داوړ په ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی.


محمد طاهر داوړ د اکتوبر په اووه ويشتمه نېټه د پاکستان له پلازمينې اسلام اباد څخه تښتول شوی و چې پرون يې جسد په تورخم کې پاکستاني چارواکو ته سپارل شوی دی.
پاکستاني رسنۍ وايي چې امنيتي سرچينو او د داوړ کورنۍ د نوموړي وژنه تائيد کړې ده او ويلي يې دي چې محمد طاهر داوړ د ننګرهار ولايت په دور بابا سيمه کې وژل شوی دی.

په ټولنيزو رسنيو کې د هغه د وژنې انځورونه ښيي چې نوموړی سخت شکنجه شوی دی او له هغې وروسته وژل شوی دی.
نوموړی د پښتون ژغورنې غورځنګ کلک ملاتړی بلل کيده او د منظور پښتون هلې ځلې يې د پښتنو د بقا او حقوقو د ترلاسه کولو له پاره يو ښه اقدام باله.
د دغه پوليس افسر د وژنې مسؤليت داعش وسله والې ډلې په غاړه اخيستی دی او په يوه ليک کې چې په اردو او پښتو ژبو ليکل شوي راغلي چې دا يو ظالم سړی و او د نورو ظالمانو او د دين د دښمنانو انجام به هم دده په څېر وي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون هم د نوموړي په مړينه ژوره خواشيني ښودلې ده.
بل لور ته د پاکستان د کورنيو چارو وزير شهريار افريدي وايي چې په ټولنيزو رسنيو کې د محمد طاهر داوړ انځورونه جعلي دي او تر اوسه داسې څه نشته چې نوموړی دې وژل شوی وي.

شریک یي کړئ!