برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۷ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

اجرائیه رئیس د پولنډ له جمهور رئیس سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبري وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د پولنډ له جمهور رئیس اندژي دودا سره په لیدنه کي د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبري وکړې.


اجرائيه رئیس د پولنډ ولسمشرته تر ښه راغلاست ویلو وروسته د هغه هیواد له پوځي همکاریو مننه وکړه او په دې برخه کي ئې د همکاریو دوام او زیاتوالي مهم وګڼی.

هغه همداراز د ملګرو ملتونو د بشر حقونو په شورا کي د افغانستان له کاندیداتورۍ د پولنډ ملاتړ هم د دواړو هیوادونو په اړیکو کي ښه ګام وباله او له امله ئې هغه هیواد وستایه.

د پولنډ ولسمشر په ننۍ لیدنه کي وویل،‌چي هیواد به ئې د افغان ځواکونو د روزني، مشوري او ملاتړ په موخه د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کي خپل سرتیري ډېر کړي او هم به له افغانستان سره سیاسي او پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي.

د نن ورځي په لیدنه کي د افغانستان او سیمي پر وروستیو سیاسي پرمختګونو او تحولاتو هم بحث وسو.

په پلان کي ده، چي روان کال به افغانستان او پولنډ د خپلو سیاسي اړیکو د پیل د نویمي کلیزي څخه په ځانګړي مراسمو کي نمانځنه وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي