برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, 18 جولای , 2018 لنډ لینک :

که دوستم راستون او قيصاري خوشی نه شي، د شمال سوداګريز بندرونه تړو

آریانانیوز: د ملي جنبش پلويانو د خپلو لاریونونو په پنځلسمه ورځ په سرپل کې د ځینو حکومتي ادارو دروازې وتړلې او اعتراض کوونکو په جوزجان کې ګواښ وکړ که دوستم راستون او قیصاري خوشی نه شي، د اقینې، حیرتان، شېرخان او ای خانم بندرونه به وتړي.


د ولسمشر لومړی مرستیال او د ملي جنبش ګوند بنسټ اېښودونکی عبدالرشید دوستم له څه باندې یو کال راهیسې له ایشچي سره د نوموړي د قضیې له څېړنې وروسته ترکیې ته ولاړ، یو ځل یې هېواد ته د بېرته راستنېدو هڅه وکړه خو په بلخ هوایي ډګر کې الوتکې ته د کېناستو اجازه ور نه کړل شوه.
په فاریاب ولایت کې د ولسي پاڅون کوونکو په چارو کې د دوستم ځانګړی استازی نظام الدین قیصاري چې دفاع وزارت هغه په فاریاب کې د نامسوولو وسله والو قوماندان په توګه یاد کړی، ۱۵ ورځې وړاندې د کومانډو ځواکونو له لوري له خپلو ساتونکو سره تر نیول کېدو وروسته کابل ته لېږدول شوی دی.
د ملي جنبش سلګونو پلویانو د دغه ګوند له مقر څخه د سرپل ښار تر چوک پورې لاریون وکړ او د څارنوالۍ، استیناف محکمې او د کلیو پراختیا، کرنې او عدلیې ریاستونو دروازې یې وتړلې.
هغوی ګواښ وکړ که غوښتنو ته یې پاملرنه ونه شي، سرپل کې به د اکثرو حکومتي ادارو دروازې وتړي او کابل ته به پلی حرکت وکړي.
اعتراض کونکو، ژوندي دې وي جنرال دوستم او نظام الدین قیصاري، نارې وهلې او د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني یې پر تعصب تورناوه.
د دغه لاریون یوه ګډونوال قاري نظام الدین له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه چې نور دې د هغوی زغم نه ازمایي.
نوموړي د قیصاري نیولو او هغې ویډیو ته اشاره وکړه چې د قیصاري ساتونکي د امنیتي ځواکونو له لوري شکنجه کېږي، وویل: ((کوم قانون کې راغلي، چا چې د هېواد مخالفینو پر وړاندې جګړه کړې په ډېرې بې احترامۍ ونیول شي، ساتونکي یې سپک او ورټل شي او په پایله کې یې پر کور هم پوځي عملیات ترسره شي.
هغه چې د لاریون کوونکو په استازولۍ یې خبرې کولې، له ولسمشره غوښتنه وکړه چې ډېر ژر دې هېواد ته د جنرال عبدالرشید دوستم د ستنېدو موکه برابره کړي او قیصاري دې له بند څخه خوشی کړي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې ولسمشر د یوې خبري ناستې پر مهال په کابل کې وویل، زیات احتمال شته چې دوستم به هېواد ته راستون شي او هغه ویډیو چې ګواکې د قیصاري ساتونکي شکنجه شوي دي، څېړل کېږي.
د عبدالوکیل سادات په نوم بل لاریون کوونکي وویل چې د ملي جنبش غړو په تېرو ټاکنو کې ولسمشر غني ته رایه ورکړه؛ خو اوس ولسمشر دا ګوند له شا څخه په خنجر وهي.
د یو بل راپور له مخې، سلګونو لاریون کوونکو په جوزجان ولایت کې حکومت وګواښه که حکومت د هغوی غوښتنو ته مثبت ځواب ور نه کړي، شمال کې به سوداګریز بندرونه وتړي د مزارشریف د کود او برق فابریکې د ګاز پایپ لاین به هم پرې کړي.
د عبدالمجید صمیم)) په نوم د لاریون یو تنظیمونکي شبرغان ښار کې پژواک ته وویل: (( نن زموږ د لاریون وروستۍ ورځ ده؛ که حکومت زموږ غوښتنې ته مثبت ځواب و نه وايي، په جدي اقداماتو به لاس پورې کړو.))
نوموړي زیاته کړه چې تېرو پنځلسو ورځو کې حکومت د هغوی غوښتنو ته ځواب ور نه کړ نو اوس مو داسې پرېکړه وکړه چې مرکز ته غځېدلې لوې لارې وتړو.
د شبرغان ښار اوسېدونکي عزیزالله الفتي وویل: ((اوس د افغانستان په کچه دا حرکتونه مدني دي، که حکومت د خلکو غوښتنې له پامه وغورځوي، ور پسې به دغه حرکت پر نارنجي او سور اقدام بدل شي.))
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو پنځلس ورځو کې دولتي دفترونه، ښوونځي، بانکونه، مارکیټونه او هټۍ د خلکو پرمخ تړلي دي او لاریون کونکو ولایت ته د ننوتو دروازې پر وړاندې د تحصن خیمه درولې، په واټونو کې د حکومت ضد نارې وهي او له حکومت څخه غواړي څو هېواد ته د جنرال عبدالرشید دوستم ستنېدو ته زمینه برابره کړي او له قید او شرط پرته دې نظام الدین قیصاري خوشي کړي.
له بل پلوه د ولسمشر لومړي مرستیال او د افغانستان د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم پلویانو او د فاریاب بېلابېلو قومونو خلکو، نن د میمنې په ښار کې لاریون وکړ او د زیاتو دولتي دفترونو دروازې یې وتړلې.
لاریون کوونکو د لاریونونو په پنځلسمه ورځ له ترکيې څخه هېواد د جنرال دوستم راستنېدو او د نظام الدین قیصاري د خوشې کېدو غوښتنه وکړه او حکومت یې وګواښه که د هغوی غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي، غیر مدني حرکت به پیل کړي، په پایله کې به د خپلې خوښې حکومت اعلان کړي.
د فاریاب د مدني ټولنې بنسټونو شبکې مرستیال بشیراحمد یعقوبي وویل: (( له ۱۵ ورځو راهیسې په مختلفو ولایتونو کې لسګونه زره کسان لاریون کوي او خپلې مشروع او قانوني غوښتنې مطرح کوي او ان دولتې ادارې مو هم وتړلې؛ خو حکومت پروا نه ساتې، په دې معنا چې حکومت شتون نه لري، د میلیونو کسانو غږ نه اوري، که دا بې پروايي دوام ومومي د لومړي مرستیال راستنېدو او قیصاري خوشې کېدو ته لاره هواره نه کړي، خپل حکومت به اعلان کړو څود خپل ځان، مال او ناموس امنیت خوندي کړو.))

شریک یي کړئ!
ټکي