برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۹ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د موازي حکومت د جوړولو ګواښ

آریانانیوز: وروسته له هغه، چې د ګډ حکومت د مشر اشرف غني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په ټاکنو کې د فساد په صورت کې د موازي حکومت جوړولو ګواښ وکړ، د وحدت او جمعیت ګوندونو هم د نوموړي له مؤقف څخه ملاتړ کړی.
دې دواړو ګوندونو نن په بېلو، بېلو اعلامیو کې د ټاکنو کمېسیونونه په فساد، نه رونټيا، سلیقه یي او یو اړخیز چلند تورن کړي او ادعا یې کړې، چې ټاکنیزو کمېسیونونو د ټاکنو لایحې، طرزالعملونه او قوانین تر پښو لاندې کړي.
دواړو ګوندونو ویلي، چې کمېسیونونه د یو ځانګړي ټیم د بریا لپاره کار کوي او د پارلماني ټاکنو په څېر په دې ټاکنو کې هم ټول شته قوانین تر پښو لاندې کوي.
د وحدت او جمعیت ګوندونو په اعلامیو کې د «دوستم» له پرېکړې ملاتړ شوی او تر څنګ یې ګواښ شوی، که حالت همداسې دوام ومومي، دوی به د عبدالله عبدالله په مشرۍ موازي او «باالمثل» دولت اعلام کړي.
د اشرف غني درې نږدې سیال ګوندونه داسې مهال د موازي حکومت جوړولو ګواښونه کوي، چې د ټاکنو کمېسیونونه د میاشتو په تېرېدو لا هم نه دي توانېدلي، د ټاکنو وروستۍ پایله اعلان کړي.
تېره ورځ د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم د ټاکنو کمېسیون په یو طرفه چلند تورن کړ او یاده یې کړه، چې پرېکړې یې د منلو وړ نه دی.

شریک یي کړئ!