برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د جګړې د ختمېدو لپاره باید د طالبانو بندیان خوشې شی

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د ملي جنبش ګوند مشر او د ولسمشر پخواني مرستیال جنرال دوستم له حکومته غوښتنه کړې، چې د جګړې د ختمېدو لپاره دې د طالبانو بندیان خوشې کړي
جنرال دوستم دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ(۲۵ چنګاښ) هغې ناستې ته د وینا پرمهال کړي، چې د جوزجان ولایت مرکز شبرغان کې د کابل حکومت لخوا جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکولو په پلمه جوړه شوې وه
نوموړي د جګړې د خاتمې او بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو لپاره په حکومت غږ کړی، چې ټاکل شوې شمېره طالبان دې آزاد کړي، ترڅو دده په خبره هغوی ته د جګړې د دوام پلمه پاتې نه شي او هېواد کې سوله راشي
د خپلو خبرو په دوام جنرال دوستم یوځل بیا ټټر وواهه، که چیرې د طالب بندیانو له خلاصون وروسته بیاهم طالبانو په جګړه ټینګار کاوه، نو دی به یې په وړاندې د یو رښتیني مارشال په توګه مقابله وکړي
دوستم له نړیوالې ټولنې شپږ میاشتې وخت غوښتی، چې په خبره یې کولای شي په دغه موده کې طالبانو ته ماتې ورکړي
په دغو مراسمو کې د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د ډاکټر غني د دفتر رئیس شاکر کارګر او یو شمیر نورو چارواکو برخه اخیستې وه
جنرال دوستم په داسې مهال له بهرنیانو د طالبانو سره د مقابلې لپاره ۶ میاشتې وخت غواړي، چې تردې وړاندې هم نوموړي څو ځله داسې مهلتونه غوښتي وو او له ډیر پوځي سازوسامان سره یې د طالبانو پرضد په شمالي ولایاتو کې پوځي عملیات ترسره کړي وو، چې تراوسه یې په وړاندې بریالی شوی نه دی.

شریک یي کړئ!