برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ میزان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

يو قاضي وژل شوی

آریانانیوز: راپورونه وايي چې د پکتيا ولايت د احمد ابا ولسوالۍ په رود کلي کې تيره شپه د قاضي لاهور په نامه يو تن په ډزو وژل شوی دی او بريد ګر له سيمې څخه تښتېدلي دی
د پکتيا د والي ویاند عبدالله حسرت هم پيښه تاييد کړې ده او ويلي يې دي چې قاضي لاهور تيره شپه خپل کور ته څېرمه
وسله والو کسانو وژلی دی
حسرت ويلي چې بريد ګر له سيمې څخه په تېښته بريالي شوي دي خو په وينايې چې د نيولو هڅې يې روانې دي
قاضي لاهور د پکتيا ولايت د احمد ابا ولسوالۍ اوسېدونکی و چې د پکتيکا مټاخان ولسوالۍ کې يې دنده درلوده او څو ورځې وړاندې کور ته په رخصتۍ راغلی و
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په دولتي چارواکو بريدونه زيات شوي دي چې ځينې وخت د ښارونو په خوندي او حساسو سيمو کې هم دولتي چارواکي په نښه کيږي

شریک یي کړئ!
ټکي

ډېر لوستل شوي