برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۲ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ولسي وګړو د دولت په ضد له قهره ډک لاريون

آریانانیوز: د پکتيا ولايت د ځاځي اريوب ولسوالي اوسېدونکو په هوايي بريد کې د ولسي وګړو د وژنې په غبرګون له قهره ډک لاريون کړی.


پاريدلو لاريون کوونکو د حکومت په خلاف شعارونه ورکول او د شنبې ورځې په هوايي بريد کې د وژل شويو ملکي وګړو په اړه يې له حکومت نه سپيناوی غوښته.
د تيرې شنبې په ورځ د پکتيا ولایت په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د ملکي وګړو موټر د بې پيلوټه الوتکې د بريد ښکار شو چې له امله يې د دريو ښځو او ماشومانو په ګډون اتو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
لاریون کوونکو د پکتيا ولايتي ادارې ته خبرداری ورکړ چې که په پنځو ورځو کې دوی د وژل شويو خلکو جرم ثابت نه کړ نو دوی به خپل قومي دريځ ونيسي او اقدام به وکړي چې بيا که هر څه پيښ شول نو مسؤليت به يې د دولت په غاړه وي.
د ځاځي اریوب ولسوال کفتان اخلاص لاريون کوونکو ته ډاډ ورکړ او ويې ویل چې غوښتنې او انديښنې به يې د پکتيا ولایتي چارواکو سره شريکې کړي.
په سيمه کې د عيني شاهدانو او خلکو په وينا دغه بريد د بې پيلوټه الوتکې له لوري شوی و خو د پکتيا چارواکي وايي چې لامعلومه نه ده چې د سرک دغاړې چاودنه وه که هوايي بريد و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي