برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۴ بهمن , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

طالبانو شاوخوا ۲۰۰۰ کسان بندیان کړي دي

آریانانیوز: د بشري حقونو سازمان "رواداری" د یوه راپور په خپرولو سره اعلان وکړ چې په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته طالبانو د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې ۱۹۷۶ کسان په غیر قانوني توګه نیولي او زنداني کړي دي.


د بشري حقونو سازمان “رواداری” یو راپور خپور کړ او اعلان یې وکړ چې طالبانو د ۱۸۳۶ نارینه، ۱۳۶ ښځو او ۴ ماشومانو په ګډون ۱۹۷۶ کسان نیولي دي.

د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي کسان تر ډېره د پخواني حکومت کارکوونکي، ښځې، د بشري حقوقو مدافعین، مدني فعالان، خبریالان، دیني عالمان، سلفیان، قومي مخور او نور ولسي وګړي دي، چې د مقاومت جبهې په غړيتوب تورن دي.

دغه سازمان یادونه کړې چې د دغو نیونې مطلق اکثریت د طالبانو د استخباراتو له خوا شوي، خو نورې ادارې او خلک لکه ښاروالۍ، په ولایتونو کې امنیتي ساحې او د امر بالمعروف و نهی عن المنکر ادارې هم د خلکو په نیولو او زنداني کولو کې رول درلود.

شریک یي کړئ!