برخه -څانګه : social, world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۷ تیر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

یونان په وروستیو میاشتو کې شاوخوا ۱۷۰۰۰ کډوال د ترکیې اوبو ته شړلي دي

د مهاجرینو د حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، فیلیپ ګونزالیز مورالس، په یوه راپور کې ویلي چې یوناني ځواکونو په وروستیو میاشتو کې لږترلږه 17,000 کډوال له خپلو سمندري پولو څخه د ترکیې اوبو ته ایستلي دي.


په دغه راپور کې چې د اروپا د پناه غوښتونکو او تبعید شویو شورا له خوا خپور شوی، ټینګار کوي چې د یونان له سمندري پولو څخه د پناه غوښتونکو ایستل د اروپايي هېوادونو رسمي پالیسي ګرځېدلې ده.

مورالس د دغه ډول اقداماتو د اندېښمنوونکې پايلې او د دغې تګلارې د دوام په اړه د نړيوالو خبرداريو په وړاندې د اروپايي هېوادونو د بې پامۍ خبره کړې ده.

هغه د مهاجرت د اقداماتو او پالیسیو د پایلو د پټولو لپاره د اروپایی هیوادونو د هڅو په اړه هم خبرداری ورکړ.

د مهاجرینو د حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم د یونان له پناه غوښتونکو سره د چلند له امله نیوکه کړې او ټینګار یې کړی چې دغه هېواد د افغانستان، سوریې، پاکستان، سومالیا او بنګله دېش د وګړو د پناه غوښتنې ټول غوښتنلیکونه ترکیې ته استولي دي.

هغه دا هم وویل چې ازادو بحرونو ته د پناه غوښتونکو شړل د یونان د حکومت یوه عملي پالیسي ګرځیدلې او زیاته کړې یې ده چې لږ تر لږه ۱۷۰۰۰ پناه غوښتونکي چې د کښتیو په واسطه یونان ته د رسیدو هڅه کوله ازادو بحرونو ته ویستل شوي دي.

په راپور کې پر یونان هم نیوکه شوې چې پر کډوالو پلوه نادولتي موسسو یې سخت محدودیتونه لګولي دي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي