ملګرو ملتونو په افغانستان کې هم د لوږې د زیاتېدو خبرداری ورکړی؛ د اټکل له مخې، ۱۹ میلیونه افغانان د لوږې له جدي خطر سره مخ دي. دغه سازمانونه وايي، د نړۍ په ۱۶ بحراني سیمو کې د خوړو ناامني مخ پر ډېرېدو ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په یوه راپور کې د نړۍ په ۱۶ بحراني سیمو کې د لوږې او د خوړو د ناامنۍ د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی دی. د دغو بنسټونو په وینا، په افغانستان کې وضعیت په ځانګړي ډول د اندېښنې وړ دی.
د راپور له مخې، سوډان، جنوبي سوډان، سومالیا، د نایجریا شمال او یمن د هغو سیمو په سر کې دي چې د قحطۍ له جدي خطر سره مخ دي. افغانستان هم د هایتي، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او د غزې د تړانګې ترڅنګ د خوړو د سخت بحران له مهمو سیمو ګڼل شوی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام اټکل کوي چې د روان ژمي پر مهال به شاوخوا ۱۹ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانان له سختې خوړو ناامنۍ سره مخ وي. دغه شمېره د نړیوالو مرستندویو بنسټونو لپاره د جدي اندېښنې زنګ بلل کېږي.
د دغو سازمانونو کارپوهان د وسلهوالو شخړو دوام، اقتصادي ستونزې، د بشري مرستو کمښت او د اقلیم د بدلون ناوړه اغېزې د خوړو د نړیوال بحران د پراخېدو له مهمو لاملونو بولي.
فائو او WFP ټینګار کړی چې سختې اقلیمي پېښې، لکه اوږدې وچکالۍ، بېسارې تودوخې او ویجاړوونکي سېلابونه، په زیانمنونکو سیمو کې د لوږې د زیاتېدو لامل کېدای شي. دا وضعیت د دغو سیمو د خلکو پر خوړو خوندیتوب ناوړه اغېزې لرلای شي.