برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۹ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ښځو ته له نارینه محرم پرته، بهر ته د تګ اجازه ور کول

آریانانیوز: د سعودي حکومت وایي، د هغه قانون پر تعدیل کار کوي چې پربنسټ یې ښځې نشي کولای له ۲۱ کلن نارینه محرم څخه پرته له هېواده بهر سفر وکړي.



د دې پرېکړې له عملي کیدو سره سم به په دغو هېواد کې پر ښځو د لګول شوو بندیزو له ډلې یو د پام وړ بندیز لرې او پر میرمنو به د نارینه واک را کم شي.
اوس مهال په سعودي عربستان کې د قانون له مخې یوه ښځه نشي کولای له ۲۱ کلن نارینه محرم څخه ماسیوا له هېواده بهر سفر وکړي، د دې قانون د ختمولو لپاره حکومت یو پلاوی ټاکلی دی تر څو په دغه قانون کې ، چې له محرم پرته د د هېواد د باندې د ښځو په تګ بندیز لګول شوی، تعدیل راولي.
د بشري حقونو فعالین په سعودي عربستان کې د دې قانون د ختمولو لپاره له ډېر وخت راهیسي کار کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array