برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ مرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

په ډنمارک کې یو ځل بیا قران کریم ته اور واچول شو

په ډنمارک کې ۵ تنه اسلام دښمنه کسانو په یوه اونۍ کې څو ځله قرآن کریم ته سپکاوی کړی دی.


د سه شنبې په ورځ پنځو اسلام ضد کسانو په کوپنهاګن کې د مصر د سفارت مخې ته قران کریم ته اور ورته کړ. دا په ډنمارک کې له یوې اونۍ څخه په کمه موده کې درېیمه ورته پېښه ده چې په سویډن کې د قرآن کریم د سوځولو وروسته د مسلمانانو غوسه راپارولې ده.

د رویټرز د راپور له مخې ډنمارک او سویډن ادعا کوي چې د قرآن کریم د سوځولو له امله متاسف دي خو د بیان د ازادۍ د ساتنې د قوانینو له امله یې مخه نه شي نیولای. په همدې لړ کې تېره اوونۍ په عراق کې مظاهره چیانو په بغداد کې د سویډن سفارت ته اور ورته کړ.

د سه شنبې په ورځ د «ډنمارکي وطنپالو» په نوم یوې ډلې په کوپنهاګن کې د مصر د سفارت مخې ته مظاهره وکړه. همدې ډلې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د قران کریم سپکاوی کړی و.

د دوشنبې په ورځ د عراق د بهرنیو چارو وزارت د اروپايي اتحادیې د هیوادونو پر چارواکو غږ وکړ چې د قرآن د سوځولو له امله د بیان ازادۍ او د مظاهرې حق چې د ملیاردونو مسلمانانو احساسات زیانمنوي، ژر تر ژره له سره غور وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي