برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳ فروردین , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د اوکراین د پوځ لخوا د قران کریم سپکاوی

آریانانیوز: د اوکراین یو شمېر پوځیانو په یوه ناوړه عمل کې د قران کریم سپکاوی وکړ.


یو شمېر اوکرایني پوځیانو په یوه توهینونکي عمل کې د قرآن کریم پاڼې څیرې کړې او اور یې ورته واچاوه.

د روسیا الیوم د راپور له مخې، هغه انځورونه چې د اوکراین د شخړې له محور څخه خپاره شوي ښيي چې د اوکراین د پوځیانو یوه ډله په یوه ناوړه عمل کې د قرآن کریم نسخې سوځوي او ځینې نور یې د خنزیر په غوښه ککړوي.

د دغه رپوټ له مخې د چیچنیا ولسمشر رمضان قدیروف د اوکرایین د پوځ لخوا د قرآن کریم سپکاوی وغندۀ او ژمنه یې وکړه چې د دغه جنایت عاملین به محاکمه او مجازات شی.

قدیروف همداشان د دغه جنایت عاملین «کینه کښ نازیان» وبلل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي