برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۳ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په نړۍ کی په تیره بیا په عربی هیوادونونکی کې له بن سلمان څخه د خلکو د کرکې زیاتوالې

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د عربستان ولیعهد بن سلمان چی موریتانیا او الجزایر ته سفر وکړ.


دغو دو افریقایی هیوادونو ته د بن سلمان سفر په داسې حال کې ترسره شو چی ارجنټین ته د هغه سفر او په جی شل ډلې غونډه کی ګډون ډیرې حاشیې درلودلې . بن سلمان د ارجنیټین په پلازمینې بوینس ایرس کې د جی شل ډلې د مشرانو له ښکاره بې پامی سره مخامخ شو او په دغه غونډه کې هغه یوازنې شخصیت وو  چی څنډې ته شو .
موریتانیا او الجزایر ته د هغه سفر په داسې حال کی ترسره شو چی  له دې مخکې د دغو سفرونو په اړه ډیر شکونه موجود وو . بن سلمان  موریتانیا او الجزایر ته په سفرونو سره هڅه وکړه چی په ارجنټین کې خپله ناکامی جبران او ثابته کړی چی په عربی نړۍ کې منزوی شخصیت نه حسابیږی  او د جی شل ډلې د مشرانو بې پامی هم هغه موضوع ده چی بالاخره هیره به شی .
خو مهمه دا ده چی موریتانیا او الجزایر ته د بن سلمان سفر هم په ارجنټین کې د هغه ناکامی نشی جبرانولې بلکی له بن سلمان په نړۍ په تیره بیا عربی نړۍ کې د خلکو د کرکې زیاتوالې ښی  او د هغه د وروستیو سفرونو ناکامی زیاتوی . د دغه وضعیت نښې نښانې  په موریتانیا او الجزایر کې د بن سلمان پرضد د خلکو مظاهرې او همداراز د هغه له سفر سره په مخالفت کې  د موریتانیا او الجزایر د شخصیتونو او فعالانو غبرګونونه دی . د محصلینو ټولنې مشر محمد ولد سیدی له العربی الجدید قطری ورځپاڼۍ سره په مرکه کی محمد بن سلمان د یمن د ماشومانو قاتل ، د عالمانو زندانی کونکې او هغه څوک چی قوه قضاییه یې له خپلو مخالفانو د غچ اخیستلو لپاره  په کار اچولی ده ، وباله . د مصر ، تیونس ، موریتانیا او الجزیر هیوادونو خلکو د بن سلمان له سفر سره د مخالفت په اړه مهم ټکې دا دې چی لویدیځو رسندویو هڅه وکړه په یمن کې جنایت او د خاشقجی وژله له دغه سفر سره د فعالانو او خلکو د مخالفت یوازنی علتونه مطرح کړی . دا په داسې حال کی ده چی د دغو علتونو تر څنګ یو بل اساسی علت د فلسطین په موضوع کې د امریکا او اسراییلو له سیاستونو سره د سعودی ولیعهد غږملتیا ده . هغه موضوع چی لویدیځو رسندویو په قصدی ډول هغه ته پام نه کوی . په نوموړیو هیوادونو کې خلک او فعالان په ډاګه بن سلمان دامریکا او اسراییلو لاس پوڅې معرفی کړ .
الجزایر د بن سلمان د سیمه ایزو سفرونو وروستې هیواد دې چی له دې وروسته به عربستان ته ورستون شی . حقیقت د ا دې چی بن سلمان له دغه سیمه ایز اوارجنټین ته له سفره دوه هدفونه  یعنی یو د خپلې داغی څیرې جوړول او بل نړیوالې ټولنې ته خپل ستنیدل تعقیبول  ، خو اوس د دغو سفرونو په ختمیدا سره نه یوازې په دغو کې هیڅ یو هدف ندې  پوره شوې بلکې په دغو سفرونو کې ناکامی حتی د عربستان له ولیعهدۍ د بن سلمان د څنګته کولو لپاره د ال سعودو کورنۍ داخلی سیالۍ هلې ځلې هم زیاتې کړی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي