برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳۱ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د اسرائيلو په مقابل کښې د لبنان له مقاومته ملاتړ

آریانانیوز: د لبنان ولسمشر مېشل عون وويل، د صهيونېسټ رژيم د حملو په وړاندې له لبنان څخه دفاع د لبنانيانو طبيعي حق دے.


هغه په بيروت کښې د برطانيې د فوځ د لوے درستيز په کتنه کښې وويل، لبنان د اسرائيلو د حملو باوجود په جنوبی پولو کښې د ارامښت او ثبات د ساتنې لپاره د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د 1701 پرېکړليک په اجرا پوره پابند دے.
د لبنان ولسمشر زياته کړه، له اسرائيلو سره په اقتصادي پولو کښې اختلافات نه دي هوار شوي، خو دا چاره په هغو بلاکونو کښې چې د لبنان حکومت ټاکلي دي د دغه هېواد لخوا د تېلو او ګېسو د کنلوخنډ نه شي کېدې
هغه وويل، لبنان د اسرائيلو د رژيم د پائيتخت په توګه د قدس له رسميت پېژندلو او له دغه رژيم سره د نيواکي جولان د يوځاے کولو له اعلانه وروسته په داسې حالاتو کښې چې د جولان څه برخېد لبنان د خاورې برخه دي اندېښمن دی.

شریک یي کړئ!