برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۴ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د غزې اوربند له امله د اسرائيلو دفاع وزير احتجاجا استعفا کړې

آریانانیوز: غزې کې له خونړيو نښتو وروسته د حماس جهادي ډلې او اسرائيلو ترمنځ اوربند شوی، چې له امله يې د اسرائيلو دفاع وزير افيګدور ليبرمان له خپلې دندې استعفا کړې او غوښتنه يې کړې، چې د دوی ګوند باید د لومړي وزير بنيامين نتنياهو له ايتلافه ووځي.


د ليبرمان له استعفا وروسته د نتنياهو حکومت له ننګونو سره مخ دی او د هغه له استعفا سره په پارلمان کې د اپوزيسيون پر وړاندې د نتنياهو د ګوند يوازې يوه څوکۍ زياته ده.
د غزې په تراډه کې سلګونو فلسطينيانو د اوربند او ليبرمان د استعفا په خوښۍ کې لاريونونه پيل کړي دي.
د اسرائيلو پارلماني ټاکنې په ۲۰۱۹ کال کې اعلان شوي، خو د دفاع وزير د استعفا له امله به د نتنياهو د حکومت اکثريت له ګواښ سره مخ شي او شونې، چې له وخت مخکې ټاکنې وشي.
ليبرمان رسنيو سره د خبرو پر مهال د خپلې استعفا لامل په اړه ويلي، چې حماس سره اوربند په دې معنا دی، چې د حماس ډلې کړنو ته مشروطه اجازه ورکړل شي.
ګوښه شوي دفاع وزير تور پورې کړی، چې د څو ورځو خاموشۍ او اوربند لپاره نتنياهو د اسرائيلو ملي امنيت له ګواښ سره مخ کړی او غوښتنه يې کړې، چې حکومت بايد له وخت وړاندې ټاکنې اعلان کړي.

خو په عين حال کې د اسرائيلو لومړي وزير له حماس سره د اعلان شوي اوربند دفاع کړې او ټينګار يې کړی، چې په ۲۰۱۴ کال کې له اوربند وروسته د اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ تاوتريخوالی پای ته رسېدلی و.
زرګونو فلسطينیانو د اسرائيلو د دفاع وزير د ګوښه کېدو په خوښۍ کې پراخ لاريونونه کړي، خوږې يې ويشلي او دا د اسرائيلو ماتې او حماس جهادي ډلې بريا بللې ده.
حماس وايي، د دوی موخه د اسرائيلي ښکېلاک پای ته رسول دي او د دې لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي