برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۰ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په عربستان کی د 66 پاکستانیانی ښاریزو اعدام

د پاکستان د جیو ټی وی دیو رپورټ له مخی د سعودی محکمو لخوا د پاکستانی ښاریزو له پرله پسې اعدامونو وروسته چې پاکستانی سینیټرانو پرې اعتراض کړی و، د پاکستان د خارجه وزارت لخوا یو رپورټ خپور شو.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه رپورټ کښې ویلی دی: سعودی محکمو په تیرو پنځو کلونو کښې په مختلفو پلمو له ۶۶ زیات پاکستانیان اعدام کړی دی.
خبر زیاتوی چې د ریاض حکومت تراوسه لسګونه زره پاکستانیان له عربستانه ایستلی دی او زرګونه نور یې نیولی او زندانی کړی دی.
دا په داسې حال کښې دی چې د اسلام آباد حکومت د پاکستان د خلکو له مخالفت سره سره د یمن د خلکو خلاف د عربستان د پوځی ائتلاف ملاتړ کړی او عربستان ته یې خپل پوځی ځواکونه لیږلی دی.

شریک یي کړئ!