برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۸ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په سعودي عربستان کې د لومړۍ ځل لپاره سینما پرانیستل کیږي

د سعودي رسنیو درپوټ په اساس  په دغه هیواد کې به د روانې میلادي میاشتي مارچ پر ۱۸مه نیټه لومړۍ سینما د مینه والو پر مخ پرانیستل شي او زیاته کړې چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د ۴۰ نورو سینماګانو د پرانیستلو قرارداد شوی دی.


د سعودي رسمي خبري اژانس ویلي چې د دغه هیواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت د امریکې یوې کمپنۍ «أي.إم.سي» ته د سینما پرانیستلو لیسنس ورکړی دی. دغه شرکت د امریکا او نړۍ په سطحه د سینماګانو د چلولو لوی شرکت بلل کیږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر «عواد بن صالح العواد» په دغه مناسبت د سعودي خبري اژانس ته ویلي چې د سینما لیسنس ورکول د سینمايي شرکتونو لپاره د پانګي اچونې یو مهم فرصت دی، او زیاته یې کړه، د سعودي اکثریت اوسیدونکي تر ۳۰ کلنۍ کښته عمر لرونکي دي، ځکه نو دوی به خپل د خوښي فیلمونه په خپل هیواد کې ډېر په شوق سره وګوري.

همدې رسمي اژانس خبر ورکړی چې د «ترفیه» په نامه نوي دولتي ادارې د یادې امریکايي کمپنۍ سره د ۳۰ څخه تر ۴۰ سینماو د پرانیستلو قرارداد امضا کړی چې په راتلونکو ۵ کلونو کې به په ۱۵ ښارونو کې سینماوي خلاصوي، چې دا شمېر به تر کال ۲۰۳۰ پوري د ۵۰ څخه تر ۱۰۰ سینماوو پوري پورته کیږي.

سعودي له تیرو دریو لسیزو څخه پر سینماو بندیز لګولی وو خو د دغه هیواد نوي حکومت د تیرې میاشتي مارچ په لومړیو کې د سینماوو لپاره لومړۍ لایحه اعلان کړه او شرکتونو ته یې د لیسنس ورکولو په اړه امادګي وښودله.

باید وویل شي چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په دوه اونیز رسمي سفر امریکې ته تللی چیري چې هغه د امریکايي جګپوړو چارواکو تر څنګ ددغه هیواد د سینما اړوند چارواکو او ډیزني لینډ د چارواکو سره لیدلي دي.

د سعودي د فرهنګي چارو عمومي ادارې په تېره میاشت مارچ کې د لومړي ځل لپاره د فیلم جوړونې شورا هم جوړه کړه چې د فیلم جوړونې په صنعت کې به یو متخصص جهت وي او یو له اهدافو څخه یې د فیلم جوړونې په صنعت کې سعودي لوړو درجو ته رسول او د فرانسې په کان ښار کې نندارتون ته د سعودي جوړ فیلمونه وړاندي کول دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي