برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

پرعربستان یاندی د وسلو پلورلومجوزلغوه کیدا

آریانانیوز: دیورونیوز خبري چینل په راپور د بیلجیّم د والونیا ایالتی شورا په سعودي عربستان د دفاعي تجهیزاتو ،سازوسامان ، جنګي آوزارونو او وسلو د پلورلو او صادراتو مجوز لغوه کړی دی .
راپور ښئ د والونیا سیمه ایز حکومت چې له دې مخکې ئې په عربستان د وسلو پلورلو اوصادراتو مجوز صادر کړی ؤ ، په دغه فیصلې سره ئې د وسلو د ۲۷تړونونو د اجرا مخه ونیوله
په داسې حال کې چې ځیني داخلی او اروپائي لوري ، د یمن په جنګ کې د بشري حقوقو د قوانینو د خلاف ورزۍ په دلیل په ریاض باندې د وسلو دخرڅولو د ممنوعیّت غوښتونکي وو .
په عربستان د وسلو د خرڅولو د لغوه کولو فیصله ، د ډیموکراسۍ او سولې په دفاع کې د اقدام غږملونکي ملي مرکز او دبیلجیّم د بشری حقوقو د ټولنې پشمول د بشري حقوقو دفاع کونکو ټولنو په اعتراضونو پسې د بیلجیّم د نړیوالې بخښتنې د دفتر په ملاتړ سره غوره شوي ده .
سعودي عربستان د بیلجیّم د جوړو شوو وسلو تر ټولو اصلي اخستونکی هیواد دی .
دغه هیواد په ۲۰۱۷کال کې د والونیا وسلو له جوړونکو شرکتونو څخه د یو سل درې پنځوس میلیون یورو په ارزښت وسلې اخستي . د ریاض حکومت په ۲۰۱۵ کال کې هم له والونیا څخه دڅه ډپاسه پنځه سوه پنځه اویا میلیون یورو په ارزښت وسلې اخستې وې .
د بیلجیّم د فلانډرز،والونیا او بروکسل سیمو اجرائي چارواکي د وسلو دتولیدونکو لپاره د وسلو د پير او صادراتو مجوزونه صادروي او په بیلجیّم کې د سی ایم اي او فابریک نیشنل پشمول د وسلو زیاتره تولیدونکي شرکتونه ،په والونیا سیمې کې واقع دي .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي