برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۷ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

مکرون: اروپایي ټولنه ددفاعي اړتیاوو لپاره پرامریکا اتکا نشي کولی

آریانانیوز: د فرانسې ولسمشر خبرداری ورکړی چې اروپایي ټولنه نور د خپلو دفاعي اړتیاوو لپاره پر امریکا اتکا نه‌شي کولای.


امانوئل مکرون پرون یو شمېر فرانسوي ډیپلوماتانو ته په وینا کې غوښتنه وکړه چې اروپا دې په بشپړه توګه پر خپلو دفاعي او امنیتي سیاستونو له سره غور وکړي.

مکرون وویل چې دی به په څو راتلونکو میاشتو کې په دې اړه یوه نوې طرحه وړاندې کړي.

هغه دا هم ویلي چې په هر ډول نوې طرحه کې باید روسیه شامله وي او ژمنه‌یې وکړه چې له مسکو سره به یو ډیالوګ پیل کړي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ دې شعار چې امریکا اول، په خپلو اروپایي متحدینو کې شکونه زیات کړي چې ایا په یوه اضطراري وضعیت کې به‌یې امریکا لاسنیوی وکړي؟

شریک یي کړئ!