برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۷ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په فرانسې کښې دحکومت پرضد په راتلونکو اونیو کښې داعتراضونه دوام

آریانانیوز: د فرانسې د زیړو جیکټونو د غورځنګ استازیو په راتلونکی میلادی کښې د اعتراضونو د دوام لپاره د پلان خبر ورکړ .


د فرانسې د زیړو جیکټونو د اعتراضیه غورځنګ یوه ویاند لاتیشا دووال (Latisha Duval)وویل د مظاهرو اوم(۷) پړاو سبا د فرانسې په ښارونو کښې ترسره کیږی او په راتلونکو اونیو کښې به هم دغه اعتراضونه دوام ولری .
د فرانسې د زیړو جیکټونو د غورځنګ یوه(۱) استازی بنجامین کاچی(, Benjamin Cauchy) هم وویل که چیرې حکومت له خپلو دریځونو شاتګ کولو او د اعتراض کونکو د غوښتنو منلو ته تیار نشی دغه غورځنګ به تر راتلونکو څو اونیو پورې په عمومی پاڅون بدل شی .
د فرانسې د پلازمینې پاریس او دنورو ښارونو واټونه او سړکونه له تیرو څو اونیو راهسې د پولیسو او د اعتراض کونکو ترمینځ دتاوتریخجنو نښتو په ډګر بدل شوی دی .
د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون د حکومت په اقتصادی سیاستونو اعتراض کښې ناکرارۍ د تیرې نوامبر میاشتې له اولسمې (۱۷) نیټې راهسې پیل شوې او د جرمنی ، هالینډ او د بیلجیم په شمول د اروپا نورو هیوادونو ته هم د پراخیدا په حال کښې دی .
د فرانسې د پولیسو په تاوتریخجنو اقداماتو او ډزو کښې تراوسه لس(۱۰) کسان وژل شوی او په سلګونو نور ژوبل شوی او نیول شوی هم دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي