برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۰ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ترک ولسمشر د ناټو په هکله د مکرون څرګندونو ته غبرګون

آریانانیوز: فرانس پریس خبري آژانس لیکلي چې رجب طیب اردوغان د مکرون د څرګندونو په غبرګون کښې چې ویلې یې وو، ناټو د مغزي مړینې په حالت کښې ده، وویل: ناټو نه بلکې مکرون خپله له مغزي مړینې سره مخ شوی دی.
د ترکیې ولسمشر مکرون یوې بې تجربې کس وباله او زیاته یې کړه: فرانسه د څه لپاره په سوریې کښې شتون لري؟
اردوغان څرګنده کړه: د فرانسې ولسمشر له ترهګرۍ سره د مبارزې په معنا نه پوهیږي او هم دا وجه ده چې ژیړ جاکټو معترضانو فرانسه نیولې ده.
د ویلو ده چې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون په پاریس کښې د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره په یو ګډ خبري کانفرنس کښې ویلې وو: ترکیه چې د پي، کی، کی خلاف یې عملیات پيل کړې دي، تمه دې نه لري چې د ناټو غړي هیوادونه ورسره خپل پيوستون اعلان کړي.
هغه هم داشان د روانې نومبر میاشتې په وړومبیو کښې اکونومسټ خپرندوې ته په یوه مرکه کښې هم ویلې وو: د سوریې په شمال کښې د ترکیې پوځي عملیات چې په یواړخیزه توګه ترسره کیږي، د دې خبرې یوه څرګنده نښه ده چې ناټو له مغزي مړینې سره مخ شوې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي