برخه -څانګه : note, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۶ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په فرانسې کې ولسی اعتراضونه او ترینګلتیاوې هماغه راز دوام لری

آریانانیوز: په فرانسې کې د ولسی اعتراضونو له دوام او له متقاعد کیدا سره داړونده قوانینو او پر سونګو د مالیاتو د زیاتیدا په څیر له فیصلو او پرو ګرامونو د دغه هیواد دولسمشر آمانوئل ماکرون له شاتګ سره سره ، دفرانسې لومړی وزیر ایډورډ فیلیپ منلې ده، حکومت په دغه هیواد کې د پانګوال نظام په ضد د غورځنګ دفعالانو داعتراضونو په مدیریّت کې تیروتی دی او په کافی اندازه د خلکو غوښتنو اوچغو ته ئې غوږ نه دی ایښی .
دفرانسې د لومړی وزیر څرګندونې په داسې حال کې دی ، چې په فرانسې کې ولسی اعتراضونه او ترینګلتیاوې هماغه راز دوام لری . د زیّړو جیکټونو د غورځنګ اعتراضونه روانې اونۍ هم په فرانسې کې ترسره شوی او دا هم په داسې شرائطو کې چې ، د دغه هیواد چارواکی هیله مند وو ، د اعتراض کونکو په وړاندې د آمانوئیل ماکورن شاتګ او دهغه له ژمنو سره په یوووخت روانه اونۍ ،خپل اعتراضونه ودروی او هغه ته د خپلو پروګرامونو د اجرا کولو فرصت ورکړی . داعتراضونو لمن اوس له اقتصادی غوښتنو ورآوښتی د ه او اعتراض کونکی د فرانسې د ولسمشر آمانوئل ماکرون دلیرې کولو او د ټول پوښتنې دترسره کولو غوښتنه کوی .

دفرانسې د چارو یو ټول پیژاند اروه لوبره په دې باب په خبرداری ورکولو سره وائی ، مظاهرې په کراریدو دی ، خو ممکنه ده له ماکرونه دنفرت یو پیاوړی څپه او احساس راپورته کړی ، ډیری اعتراض کونکو ماکرون په نښه کړی او دهغه داستعفی غوښتونکی شوی دی .
په فرانسې کې اقتصادی اټکلونه ښئ، دماکرون دژمنو اجرا څه ډپاسه لس میلیارډ یورو ته اړتیا لری . دغه موضوع لامل شوې ده ، څو ډیره کارپیژاند اوچارواکی ، په دغه هیواد کې د ریاضتی پروګرامونو دریدا او د ملاتړو پروګرامونو اجرا ناممکنه ګڼی ، لکه څنګه چې دفرانسې ولسمشر وئیلی دی ، هغه اقدامات چې حکومت به ئې د پانګوال نظام باندې د اعتراضونو د ختمولو لپاره اجرا کړی ، بې شکه د دغه هیواد دبودجې دخسارې دزیاتیدا لامل به شی .
داپه د اسې حال کې دی،چې دفرانسې اقتصاد له کلونوراهسې په تیره بیا له ۲۰۰۸ کال څخه او په اروپا کې له خوارۀ شوی اقتصادی بحرانه وروسته لړزانه او له جوړښتی مشکلاتو سره مخامخ دی . که څه هم دفرانسې پخوانیو ولسمشرانو هم په دغه هیواد کې د اقتصادی شرائطو دښه کولو ژمنې ورکړې وې ، خو عملا نه وو توانیدلی ، دفرانسې اقتصاد وژغوری او په دې توګه چې ډیری کارپیژاندی ، د فرانسوا اولانډ د ولسمشرۍ د پړاؤ داقتصادی ریاضت د سیاستونو اجرا د فرانسې د اوسنیو مشکلاتو ریښه ګڼی .
له بل پلوه ، که څه هم د زیّړو جیکټونو دغورځنګ داعتراضونو پلمه ، دآمانوئل ماکرون نوی اقتصادی فیصلې بلل شوی دی ،خو دفرانسې سیاسی اوټولنیزو شرائطو ته کتنه ښئ ، چې دغه اعتراضونه ، دفرانسې د سیاسی ،ټولنیزو او اقتصادی مشلاتو نتیجه ده . په اعتراضونو کې ډیره ګډون کونکی ، دفرانسې په ټولنې کې دحاکمو بې عدالتیو څخه تر پوزې راغلی دی او په دغې ټولنې کې په هراړخیز ډول دعدالت دټینګیدا غوښتونکی دی .
په فرانسې کې بحران دوام لری ، او د فرانسې چارواکی دراتلونکی اندیښمن دی . دوی نه یوازې دفرانسې د اعتراض کونکو دغوښتنوپه وړاندې له خپلو فیصلو شاتګ کړی دی،بلکې د شرائطو دښه کولو او د هغوی غوښتنو ته دپام کولو ژمنې ئې هم ورکړی دی . په عین حال کې داسې نه ښکاری ، چې دفرانسې اعتراض کونکی د دغه هیواد دچارواکو په ژمنو سره راضی شوی وی ، دوی په فرانسې کې داساسی بدلونونو غوښتونکی دی ، لکه څنګه چې یو اعتراض کونکی په دې باب وائی ، آمانوئل ماکرون ، پر مونږ ملنډې وهی ، مونږ حاضر یوو ،څو تر وروستۍ کرښې پورې لاړ شو، مونږ د ولسمششر او دهغه دحکومت دنسکوریدا غوښتونکی یوو .
په دغو شرائطو کې به دوخت په تیریدا سره معلومه شی ، چې آیا دفرانسې حکومت په عملی ګامونو سره او داعتراض کونکو غوښتنو ته په پام سره ددې جوګه دی ، چې دغه دغوسې څپه کنټرول کړی یا به پکې لاهوو شی .

شریک یي کړئ!