برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ملېشيا او انډونېشيا ته د آل سعود وليعهد سفر لغو کیدا

آریانانیوز: د ملېشيا د برناما سرکاري خبري اژانس د رپوټ له مخې د دغه هېواد وزيراعظم ماهاتير محمد پرون دخبريالانو په ټول کښې وويل، د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د څه وجې له بيانولو بغېر ملېشيا ته خپل سفر لغو کړ او دغه سفر يې بل يو وخت ته وځنډوۀ.


همدارنګ د انډونېشيا خارجه وزارت هم په يوې بيانيه کښې دغه هېواد ته د سعودي وليعهد د سفر د لغو کېدو خبر ورکړ او وې ويل چې انډونېشيا ته د هغه د سفر لپاره څه نوې نېټه نه ده ټاکل شوې.
له دې مخکې د پاکستان خارجه وزرات هم ويلي دي چې دغه هېواد ته د سعودي وليعهد سفر چې ټاکل شوې وه پرون د خالي په ورځ وشي وځنډېد او امکان دے چې نن اسلام آباد ته لاړ شي.
د يادونې ده چې د پاکستان په شمول په ځينو هېوادونوکښې د بن سلمان له سفر سره سخت مخالفتونه شوي او د مختلفوطبقوخلقو يو لړ احتجاجي مظاهرې او غونډې جوړې کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي