برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳ آذر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

ملګرو ملتونو په یمن کې د نړۍ ترټولو خراب لوږه بحران خبرداری ورکړ

د ملګرو ملتونو سرمنشي په یمن کې د راتلونکي لوږې بحران خبرداری ورکړ...


رویټرز د هغه په حواله لیکلي دي: د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنتونیو ګوټیرس په یمن کې د راتلونکي قحطي په هکله خبرداری ورکړی دی.

هغه په یوه بیان کې وویل: که سمدستي اقدام ونه شي نو ملیونونه خلک به خپل ژوند له لاسه ورکړي.

ګوتیرس وویل: د مرستو چټک کمیدل او د اقتصاد لپاره د بهرني ملاتړ کموالی په یمن کې کړکیچ لا پراخه کړ.

په یمن کې د هغه د کړکیچ د پراخېدو یو بل دلیل د جګړې دوام او د دغه هیواد خلکو ته د مرستو مخنیوی دی.

د ګوټرس څرګندونې شاوخوا شپږ کاله وروسته له هغه کیږي چې د سعودي – امریکا ائتلاف په یمن برید وکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي