برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۳ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

ملایشیا د روهینګیا مهاجرینو کشتۍ ونیول

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د ملایشیا ساحلي ګارډ د دغه هیواد سواحلو ته څیرمه د یوې کشتۍ هغه ۲۰۲ تنه سپرلۍ نیولې دي چې ګمان کیږي د برما د روهینګیا قام مسلمانان دي.
د ملایشیا سمندري ادارې په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې د روهینګیا مسلمانانو دغه کشتۍ یې وړمه ورځ د ملایشیا په لویدیځ کښې د (لانګکاوي) جزیرې په خوا کښې نیولې ده.
رپورټ زیاتوي چې په یاده کشتۍ کښې په نیول شویو کسانو کښې ۱۵۲ سړي، ۴۵ ښځې او ۵ ماشومان دي چې د ملایشیا سواحلو ته په غیرقانوني توګه د ننوتو د کوشش په وجه نیول شوي او د مهاجرت ادارې ته سپارل شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي