برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۷ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

محمد بن سلمان په قدرت غواړو سیاستونو په اعتراض کې سعودی عرب پریښودل

آریانانیوز: نباء ټیلیویژنی چینل د راپور په اساس د سعودی عربستان د پاچا ملک سلمان دوهم زوی شهزاده احمد بن عبدالعزیز څه موده مخکې.


دانګلستان په پلازمینې لندن کې دآل سعود رژیم په ضد دمظاهره چیانو په ټول کې په څرګنده د سعودی عربستان د پاچا ملک سلمان او دولی عهد محمد بن سلمان په بهرنیو سیاستونو او په یمن په حملې کې دهغوی په جنایتونو سختې نیوکې کړې وې .
د سعودی شهزاده دغو څرګندونو د ملک سلمان او د ولی عهد محمد بن سلمان سخته غوسه راپارولې ده .
دلندن په یوه سړک کې خپره شوی ویډیو هم ښئ چې شهزاده احمد بن عبدالعزیز مظاهره چیانو ته پخپلې وینا کې وائی ، دآل سعود کورنۍ دیمن له بدلونونو سره هیڅ ارتباط نه لری او ملک سلمان او دهغه زوی دیمن په ضد د جنګ یوازینی فیصله کونکی دی .
ویل کیږی ، پر شهزاده احمد بن عبدالعزیز سربیره ، دسعودی عرب دوه نور شهزادګانو هم د سعودی عرب د ولی عهد محمد بن سلمان په قدرت غواړو سیاستونو په اعتراض کې سعودی عرب پریښودلی دی .
په عربستان کې سیاسی فعالان هم د عربستان ولی عهد محمد بن سلمان په یمن کې دبحران عامل او قدرت ته دهغه د رسیدو لپاره په جنایتونو لاس پورې کونکی ګڼی .
دسعودی عربستان سی فعالان او دآل سعود رژیم مخالفان همداراز په عربستان کې د حکومتی سسټم په باب د ټول پوښتنې دترسره کیدا غوښتنه کړې او وئیلی ئې دی، د آل سعود له ممکلته دآل سلمان په مملکت د عربستان دبدلولو لپاره یوه دسیسه روانه ده .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي