برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲ بهمن , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

متحده عربي اماراتو ته د صهیونیسټي پلاوي پټ سفر

آریانانیوز: د صهیونیسټ رژیم رسنیو اماراتو ته د دغه رژیم د یوه لوړرتبه پلاوی د پټ سفر او له لوړپوړو چارواکو سره د کتنې خبر ورکړی دی.


د صهیونیسټ رژیم رسنیو خبر ورکړی چې د دغه رژیم د ستراتیژیکو چارو وزیر«رون درمر» د دغه رژیم د داخلی امنیت له سلاکار«تساحی هونګبی» سره په پټه متحده عربی اماراتو ته سفر کړی او په ابوظبۍ کښې یې د دغه هیواد له لوړرتبه چارواکو سره کتلی دی.

صهیونیسټي ویبپاڼې «واللا» دغه خبر اعلان کړی او ویلي یې دي چې دا اماراتو ته د صهیونیسټي کابینې د نوي وزیر لومړی سفر دی.

متحده عربي اماراتو ته د دغه پلاوي د سفر تر ټولو مهمه موخه متحده عربي اماراتو ته د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د راتلونکي سفر لپاره د زمینې برابرول دي.

دصهیونیسټ رژیم د ټلویزیون ۱۲ چینل خبر ورکړی چې ددغه هیواد د خارجه وزارت دعمومی مرستیال په مشرۍ یو صهیونیسټ پلاوی به ډیر ژر یوشمیر هغو عربو هیوادونو ته چې له دغه رژیم سره رسمی اړیکې لری لکه مصر ، متحده عربی اماراتو, مغرب او بحرین ته سفر وکړی او موخه یې دا ده چې په مغرب کې د غونډې د ترسره کولو لپاره زمینه برابره کړي.

او د دې کار موخه په مغرب کې د غونډې د ترسره کولو لپاره د تياري نيول دي.

په دې لړ کښې د صهیونیسټ رژیم د بهرنیو چارو وزیر ایلی کوهن تیره اونۍ اعلان وکړ چې د دغه رژیم د بهرنیو چارو د وزیرانو، مصر، اماراتو او بحرین د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه به د راتلونکی مارچ په میاشت کښې ترسره شی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي