برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ښځینه فوټبال لوبغاړو دوسیه

آریانانیوز: د هېواد د ښځینه فوټبال لوبغاړو د جنسي ځورونې دوسیه څه موده وړاندې د یوې نړیوالې ورځپانې له خوا نشر شوې وه. دا دوسیه د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۲۰ له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد د مبارزې محکمې ته واستول شوه.



په رسنیو کې د یادې دوسیې تر نشر وروسته، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څانوالۍ هم د یادې قضیې د هر اړخیزې او عادلانه څېړنې په موخه پلاوی وټاکه دغه پلاوي د هېواد د ننه او بهر د یادې قضیې په اړه څېړنې وکړې او د څېړنو تر بشپړاوي وروسته یې یاده دوسیه محکمې ته واستوله
د دغې قضیې په اړه د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخواني رئیس په شمول د یاد فدراسیون د جنرال سکرتر، د ګول کیپرانو کمېټې مسؤول، د ولایتونو د اړیکو مسؤول، د فدراسیون د رئیس سکرتر او امنیتي مسؤول تورن وپېژندل شول.
د هغې دعوې پر بنسټ چې د مؤظفو څارنوالانو له خوا ترتیب شوې، یاد کسان د جنسي تېري، ځورونې، له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې او جرم پټولو په تورونو تورن شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د یادو تورنو کسانو څخه د څېړنې پر مهال دوی ممنوع الخروج و او دندې یې د تعلیق په حالت کې وې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي