برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

له ترهګرۍ ناوړه استفاده

آریانانیوز: د سعودی عربستان د بشری حقوقو ددفاع کمیټۍ ددغه هیواد د اودیرشو(۳۷) بې ګناه ښاریزو اعدام او پانسۍ ته په غبرګون کښې وویل ولیعهد محمد بن سلمان له ترهګرو پیښو په خپلو جنایتونو دبرغولی د کیښودلو لپاره ناوړه استفاده کوی .


د سعودی عربستان د کورنیو چارو وزارت په تیرې سه شنبې ورځ دهغه څه په تور چې په هیواد کښې یې د ترهګرو اقداماتو لپاره هڅه بللی ده د اوودیرشو(۳۷) ښاریزو د اعدام خبر ورکړ .
د بشری حقوقو ددفاع کمیټۍ پرون په یوې(۱) خبرپاڼه کښې وویل د هغو ښاریزو وینه چې د ازادۍ ددفاع په لاره کښې د غوښتنو د تحقق او دقانونی حقوقو د ترلاسه کولو لپاره توې شوی ده د پتیالیو د ارادې د پیاوړتیا سبب شوی او دوې په خپله لاره کښې نور هم پیاوړی کړی .
دسعودی عربستان د بشری حقوقو د دفاع کمیټۍ په سیاسی دلایلو او په چټی تورونو او دحقیقتونو په اپوټه ښودلو سره د هیواد د ښاریزو وژل کیدا ته په اشارې سره وویل د یمن د بحرین او دنورو ملتونو پرضد د سعودی رژیم د جنایتونو او دخپل ملت د حقوقو دپرله پسې خلاف ورزۍ په وړاندې د قانونی تعقیبونو نشتون د ال سعود رژیم د جنایتونو د دوام سبب شوی دی .

د سعودی عربستان د بشری حقوقو د دفاع کمیټۍ د بشری حقوقو او د نړیوالو موسسو په بې نتیجې غندنې نیوکې سره وویل نړیواله ټولنه باید د سعودی عربستان د واکمنانو د محاکمه کیدا او د سزا کیدا جدی اقدام وکړی

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي