برخه -څانګه : sport, world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۱ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

لالیګا لیګ: ریل بیتیز؛ بارسلونا ته له سختې لوبې وروسته ماتې ورکړه

آریانانیوز: د هسپانیا په لالیګا فوټبال لیګ سیالیو کې نن د لیونل میسي په ګډون ریل بیتیز کلب لوبډلې د بارسلونا لوبډلې ته په ۴-۳ ماتې ورکړه.


دغه سیالۍ ته چې د نړۍ مشهور لوبغاړی لیونل میسي هم له اوږدې مودې وروسته راستون شو، نوموړي دوه ګولونه ووهل خو لوبډلې ته یې بریا ورنکړه، او په پای کې یې له سختې لوبې وروسته په ۴-۳ سیالۍ وبایلله.
د لوبې په لومړي سر کې بارسلونا لوبډلې غوره چانسونه له لاسه ورکړل، خو ریل بیتیز لوبډلې په ۲۰مه او ۳۴مه دقیقه کې دوه ګولونه ووهل او لومړۍ نیمایي یې په ۲-۰ پای ته ورسېدله.
د لوبې په دویمه نیمایي کې بارسلونا لوبډلې ته په ۶۸مه دقیقه کې د پینالتي وهلو چانس په لاس ورغی چې لیونل میسي په زړه پورې ګول وواهه، وروسته په ۷۱مه دقیقه کې ریل بیتیز درېیم ګول وواهه، خو په ۷۹مه دقیقه کې ارټورو ویډال د بارسلونا لخوا دویم ګول وواهه.
دغه مهال لوبه ۳-۲ روانه وه چې د ریل بیتیز لخوا په ۸۳مه دقیقه کې ۴م ګول هم ووهل شو، بارسلونا د لیونل میسي په مرسته په ۹۲مه دقیقه کې ۳م ګول وواهه او په وروستۍ دقیقه کې يې د ګول وهلو چانس له لاسه ورکړ او په دې سره لوبه د بارسلونا په ماتې په ۴-۳ پای ته ورسېده.
د یادونې ده چې د بارسلونا مهم او د نړۍ مشهور لوبغاړی لیونل میسي درې اوونۍ وړاندې د لوبې پرمهال ټپي شوی و چې د نن لوبې لپاره په لومړي وار راستون شو او ۲ ګولونه یې ووهل، دا مهال بارسلونا لوبډله د لالیګا لیګ جدول په لومړي سر کې ده، په دویم نمبر اټلاټیګو میدرید لوبډله خو ریال میدرید لوبډله په شپږم نمبر ده.

شریک یي کړئ!