برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۶ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د فلسطیني کوچنیانودمیسی څخه غوښتنه ((د اسرائیل پر وړاندې لوبې ته مه راځه))

د فوټبال نړیوال جام نه وړاندې د نړۍ مشهور او نامتو لوبغاړي لیونل میسي لوبډله د اسرائیل لوبډلې سره د فوټبال دوستانه سیالۍ ترسره کوي.



د فلسطین کوچنیان چې له څو لسیزو راهیسې د اسرائیلي یهودیانو د ظلمونو ښکار دي، له میسي څخه غوښتنه کړې چې زمونږ زړونه دې نه ماتوي او د اسرائیل پر وړاندې سیالۍ کې دې ګډون نه کوي.
فلسطینیانو چې ددغې سیالۍ پر وړاندې یې مظاهرې کړي او په ځانګړي ډول یې د لیونل میسي (چې په فلسطین کې هم په زرګونو مینوال لري) څخه په سیالۍ کې د ګډون نه کولو غوښتنه کړې ده.
دوی میسي ته د ارجنټینا سفارت له لارې په لیږلي خط کې لیکلي چې د اسرائیل پر وړاندې په دوستانه سیالۍ کې دې ګډون نه کوي، دغه سیالۍ په هغه لوبغالي کې ترسره کیږي چې ځمکه یې له مونږ څخه په زور غصب شوې.
په خط کې زیاته شوې چې مونږ ته ویل شوي چې ته زمونږ په تبا شوي کلي کې چې وروسته پرې لوبغالی جوړ شو (دغه لوبغالی د فلسطیني خلکو کلی و چې ۷۰ کاله وړاندې د اسرائیل په بمبارۍ کې وران شوی و)، او ته په دغه لوبغالي کې زمونږ دښمن سره دوستانه سیالۍ ترسره کوې، چې زمونږ زړونه په دې مات شول چې زمونږ اتل «میسي» به اوس زمونږ دښمن سره زمونږ په وران کلي سیالۍ ترسره کوي.
دوی زیاته کړه که په ۹م جون میسي د اسرائیل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي نو دا به ددوی لپاره د خفګان ورځ وي، د خط په پای کې لیکل شوي چې مونږ له خدایه دعا غواړو چې میسي په دغه لوبه کې ګډون ونکړي او زمونږ زړونه مات نکړي.
د فلسطین فوټبال مشر ویلي چې «میسي یو لوی سمبول دی او هغه زمونږ د فلسطینیانو په ځانګړي ډول د کوچنیانو ترمنځ ځانکړی محبوبیت لري، له ده څخه په شخصي توګه غوښتنه کوو چې په دې سیالۍ کې ګډون ونکړي، که نه نو دده عکسونه او کمیس ته به اور واچوو».
دوی وایي که چیرې میسي په دغه سیالۍ کې ګډون وکړي نو د فلسطین په هر ښار کې به د میسي پر وړاندې مظاهرې وشي او دده کمیس «شرټ» ته به اور ورته کړي.
ټاکل شوې ده چې دغه سیالۍ د بیت المقدس ښار په سویلي اړخ په ټيډي لوبغالي کې ترسره کیږي، چې له دې وړاندې لومړی د فلسطین په هیفا ښار کې ټاکل شوې وه، په دې سره د فلسطین خلکو سخت غبرګونونه ښکاره کړي، او دا سیالۍ یې پر دوی یو بل اړخه ظلم بللی چې ددوی له احساساتو سره لوبې کوي.
دغه سیالۍ به د شنبې په ورځ په نهم جون د اسرائیل او ارجنټینا ترمنځ ترسره کیږي، چې یو سیاسي اړخ لري، ځکه چې له تېرې اوږدې مودې راهیسې امریکا او اسرائیل غواړي بیت المقدس د اسرائیلو پلازمینه وګرځوي چې په همدې ترڅ یې خپل نوی سفارت هم په بیت المقدس کې پرانیزه.
د یادونې وړ ده چې په ۱۴م جون په روس هېواد کې د فوټبال نړیوال جام پېل کیږي، چې د نړۍ له هر ګوټ څخه د لیونل میسي مینوال دده لوبې ته چې په ۱۵م جون ترسره کیږي انتظار باسي، خو که چیرې نوموړی د اسرائیل پر وړاندې سیالۍ کې ولوبیږي شاید ډېر شمېر مینوال له لاسه ورکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي