برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

فرانسه باید شپږ میاشتې کې د حجاب په اړه ځواب ووايي

آریانانیوز: فرانسه کې د مسلمانو مېرمنو پر حجاب د بندیز تر څنګ دغه حکومت ټینګار کوي چې په عامه ځایونو کې د مسلمانو مېرمنو حجاب د دوی ټولنیز ژوند ننګوي.


ملګرو ملتونو پر فرانسې غږ کړی چې دا چندان پلمه نه ده او باید په دې اړه تجدید نظر وکړي.
فرانسه لومړنی هېواد دی چې په ۲۰۱۰ز کال کې يې پر مسلمانو مېرمنو د حجاب له امله د نقدي جریمې قانون تصویب کړ.
د فرانسې حکومت په ۲۰۱۲ز کال دوه مسلمانې مېرمنې د حجاب له امله هره یوه ۱۵۰ یورو جریمه کړې، چې هغوی د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېټې ته شکایت وکړ.
له هغه شکایت نږدې شپږ کاله وروسته د دې کمېټې رییس یوال شاني ویلي، فرانسې ته يې شپږ میاشتې وخت ورکړی چې د تجدید نظر کېدو په اړه خپل غبرګون وښيي.
په ۲۰۱۰ز کال کې د مسلمانو مېرمنو پر حجاب د بندیز قانون د اروپايي ټولنې د بشري حقونو محکمې له خوا په ۲۰۱۴ کال کې یو عادلانه ګام وبلل شو.
له فرانسې وروسته په ۲۰۱۱ز کال بلجيک ورته اقدام واخیست، له هغه وورسته په ۲۰۱۶ز کال بلغارستان او تر هغه وروسته په ۲۰۱۷ز کال اتریش پر حجاب بندیزونه ولګول.
په ۲۰۱۷ز المان هم دا ګام واخیست او روان میلادي کال کې بیا ډنمارک تر دوی څو ګامه وړاندې لاړ او ان په کوچني پړوني يې هم بندیز ولګاوه.
ډنمارک کې د حجاب تر څنګ ان په مصنوعي ږېره هم بندیز لګېدلی دی او د جریمه کولو لپاره يې عسکر ګمارلي چې مسلمانې او مسلمانان وڅاري.
دا په داسې حال کې دی چې له اروپا پرته په ختیځ کې هم چین پر مسلمانانو بندیزونه سخت کړي، د ږېرې پرېښودل، لمونځ کول، شراب نه څښل، د مسلمان په کور کې تش پړی پیدا کېدل او ګڼ نور ورته موارد دي چې مسلمان له محاکمې پرته زنداني کولی شي.
چین نږدې دوه میلیونه مسلمانان د «سمون» په نوم زندانونو کې ساتي، چې خورا ځورونکی وضعیت لري.
د چین ګاونډي هېواد هند هم له مسلمانانو سره سخت دریځۍ کې خپل موقف ساتلی دی، دې هېواد تازه خبر ورکړی چې د څلورو میلیونو مسلمانانو تابعیتونه به لغوه کړي او دوه میاشتې وړاندې يې حکم کړی و، چې په دریو طلاقونو یو مسلمان خپله مېرمن نه شي طلاقولی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي