برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۵ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

عمومی کاربندیز زیاتره ښارونه په فرانسی کی په ټپه ودرول

د فرانسې د ریل ګاډو د شرکت (ایس ،این ،ایس ،ایف) او کارکونکو عمومی کاربندیز په دیارلسمې ورځې هم دوام درلودلی او نن هم د دغه هیواد دریل ګاډو په تمځایونو کې فرانسوی داخلی ا وبهرنی مسافران او سیلانیان سربداله شوی دی.


د د ریل ګاډو د ادارې د پلانونې په اساس ، نن هم ریل ګاډی له پټلۍ غړیدلی او د کارکونکو کاربندیز هماغه راز دوام لری .
د فرانسې هوائی شرکت (ایر فرانس) پیلوټانو اوکارکونکو هم له تیرو دوو اونیو راهسې کاربندیز ته دوام ورکړی و او د دغه کار بندیز له امله د دغه شرکت کابو پنځلس فی صده الوتونه هم لغوه شوی دی .
کاربندیز کونکی د فرانسې د ولسمشر آمانوئل ماکرون له خوا د پانګونې دبرخې په ګټه د اصلاحاتو او اقتصادی ریاضت دمخنیوی غوښتنه کوی .
دفرانسې په هوائی او ریلی کرښو کې د کاربندیزونو تاوانونه تر دې دمه شپږ سوه میلیون یورو ته رسیدلی او د دغه هیواد دټوریزم برخې ته ئې هم کابو یو نیم میلیارډ یورو تاوان رسولی دی .
دفرانسې په پوهنتونی مرکزونو کې په تعلیمی بدلونونو باندې په اعتراض کې د محصیلینو اعتراضونه هم دوام لری .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي