برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۸ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سعودی عربستان او ستر خیانت

د الجزایر د کارګرانو ګوند(Algeria's Workers' Party) مشرې لوییزه حنون (Louisa Hanoune) پرون سعودی عربستان د فلسطین د وروستیو خونړیو پیښو د یوې (۱)برخې مسول وباله او ویې ویل ریاض د فلسطین له خلکو سره خیانت کړی دی.


هغې دې ته په اشارې سره چې یوازې په تیرې دوشنبې ورځ دصهیونیسټ رژیم لخوا په غزې تړانګې کښې کابو دوه شپیته(۶۲) فلسطینیان شهیدان کړې شوی او څه دپاسه اوویشت سوه (۲۷۰۰)نور ژوبل شوی هم دی وویل د الجزایر حکومت باید د سعودی عربستان او دنورو عربو خائنانو له تګلارو او سیاستونو(Policy) واټن واخلی .
دالجزایر د کارګرانو ګوند مشرې میرمن لویزه حنون ټینګار وکړ چې ددغه هیواد حکومت باید په فلسطین کښې د اسرائیلو دترسره شویو جنایتونو په وړاندې چپتیا غوره نکړی .
دایران داسلامی جمهوریت په شمول ډیرو هیوادونو د صهیونیسټ رژیم جنایتونه غندلی خو سعودی عربستان او د سیمې ځینو نورو عربو دیکتاتورو او مرتجعو رژیمونو د فلسطین دخلکو پرضد د اسرائیلو د جنایتونو په اړه چپتیا غوره کړی ده .
سعودی عربستان، متحده عربی امارات او بحرین له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو دعادی کولو هڅه کوی .
له صهیونیسټ رژیم سره داړیکو د عادی کولو لپاره ددغو دریو (۳)عربو دیکتاتورو رژیمونو دغه هڅې په داسې حال کښې دی چې اسرائیلو کلونه کلونه کیږی د فلسطین دخلکو په ځپلواو شهیدولو سربیره د هغوې ډیرې سیمې نیولی هم دی .

شریک یي کړئ!