برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۴ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سعودي شهزاده خالد بن طلال له بند خوشې شوی

آریانانیوز: د شاهي کورنۍ لوړپوړی غړی خالد بن طلال له نږې يوه کال بند وروسته خوشې شوی دی.


شهزاده خالد د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز وراره او د مشهور سوداګر وليد بن طلال ورور دی او کورنۍ يې په ټويټر کې داسې انځورونه خپاره کړي، چې هغه له خپلې کورنۍ سره دی او له بنده خوشې شوی دی.
د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان په امر تېر کال د شاهي کورنۍ  د لسګونو غړو سربېره دوه سوه سوداګر او وزيران نيول شوي وو، چې له څه مودې بند وروسته د جوړجاړيو او مالي جريمو په مقابل کې خوشې شول، خو ځينې لا هم بنديان دي.
د خالد بن طلال خلاصون په ظاهره د سعودي پر ولي عهد د جمال خاشقجي د قتل د فشارونو لامل ښکاري.
کارپوهان وايي، چې بن سلمان غواړي، خپل حکومت له فشارونو د خلاصولو لپاره د شاهي کورنۍ ملاتړ له ځان سره ولري.
د وليد بن طلال لور ريم بن الوليد له خپلې کورنۍ سره د خپل تره خالد بن طلال انځور خپور کړی او ليکلي يې دي «شکر، چې ته روغ جوړ يې.»
سعودي حکومت د هغه د نيولو او يا هم خلاصون په اړه تر اوسه  څه نه دي ويلي.
خو وال سټريټ ژورنال ليکلي، چې شيخ خالد بن طلال هم د نورو دوو سوو شهزادګانو او چارواکو په څېر د رياض په پنځه ستوريز هوټل کې بندي و او اوس را خوشې شوی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي