برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

زما ملګری بن سلمان وژغوره

آریانانیوز: نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ زوم او سلاکار هڅې کوي، چې د جمال خاشقجي په قضيه کې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان وژغوري او په دې اړه له ولسمشر څخه ځانګړې غوښتنه کړې ده.



نيويارک ټايمز د سپينې ماڼۍ د دوو سرچينو له خولې ليکلي، چې کوشنیر هڅه کوي، د جمال خاشقجي په مرموزې وژنې کې بن سلمان ته برائت ورکړي او ټرمپ هم په دې خبره قانع کړي.
د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې جاريډ کوشنیر د بن سلمان نږدې ملګری بلل کيږي، هغه ټولې کړنې د کوشنیر په مشوره ترسره کوي، همدارنګه د فلسطين په قضيه کې بن سلمان هم د کوشنیر په خوښه د اسرائيلو ملاتړی بلل کيږي.
کوشنیر په داسې حال کې د بن سلمان د ژغورلو لپاره منډې ترړې پيل کړي، چې ټرمپ د استخباراتي راپورونو پر بنسټ دې پایلې ته رسېدلی، چې خاشقجي په استنبول کې د سعودي قونسلګرۍ کې د سعودي استخباراتي قاتلې ډلې پر لاس وژل شوی دی.
ټرمپ له نيويارک ټايمز سره په يوه لنډه مرکه کې ويلي، چې د خاشقجي په وژنه کې د بن سلمان تورنېدل د سعودي حالات له ترينګلتيا سره مخ کولی شي.
نيويارک ټايمز ليکلي، چې د سعودي په اړه د ټرمپ دريځ کې يو ځل بيا دا بدلون وروسته تر هغه راغی، چې د امریکا د بهرنيو چارو وزير له ترکيې واشنګټن ته له ستنېدو وروسته د خاشقجي د وژل کېدو کيسه ولسمشر ټرمپ ته وکړه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي