برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۴ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د یمن پوځیان

آریانانیوز: د یمن پوځ او ولسی کمیټیو پرون له یمن سره د سعودی عربستان په سرحد کښې د خپلو مرکزونو په لور د پرمختګ کولو لپاره د سعودی ائتلاف د ګوډاګیانو عملیات له ماتی سره مخ کړل .
د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل پوځ او ولسی کمیټیو په سرحدی جبهو کښې د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف د ګوډاګیانو څو عملیات له ماتی سره مخ کړی دی .
هغه وویل د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف ګوډاګیان له هوایی ملاتړ لرلو سره سره ونه توانیدل کوم ډول پرمختګ وکړی بلکې سختې ماتی یې وخوړلې .
ویل کیږی چې د یمن د پوځ او د ولسی کمیټیو د دفاعی عملیاتو په بهیر کښې د سعودی عربستان په لسګونو ګوډاګیان وژل شوی او ژوبل شوی او یوشمیر نور نیول شوی هم دی .
سعودی عربستان د امریکا د متحده عربی اماراتو او د ځینو نورو هیوادونو په ملاتړ او مرستې سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن د خلکو پرضد حملو او تیریو او د سمندر ، هوا او ځمکې له لارې کلابندۍ ته ځواب ورکړی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي