برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۶ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د یمن په بیلابیلوسیمو کی دسعودی ائتلاف دحملو دوام

آریانانیوز: د سعودی عربستان تیریګر ائتلاف بیګا د اوربند دموافقې په بیا خلاف ورزۍ کولو سره دیمن په الحدیده ولایت کښې په التحیتا ، الجاح او القریشه سیمو د توپونو ډزې وکړې خو د مرګ ژوبلو او د تاوانونو د رسیدا په هکله کوم راپور نه دی خپور شوی
دغه راز دیمن د پوځ ویاند یحیی سریع بیګا وویل د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف جنګی الوتکو په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د دغه هیواد په شمال لویدیځ کښې په حجه او په شمال کښې په صعده ولایت څلویښت (۴۰) ځله بمبارې وکړې چې له کبله یې په لسګونو کسان مړه او ژوبل شوی دی
د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف جنګی الوتکو په تیرو څو ورځو کښې په ځلونو په صعده او حجه ولایتونو کښې په هستوګنو سیمو بمبارې کړی دی.
سعودی عربستان د امریکا د متحده عربی اماراتو او دڅو نورو هیوادونو پرضد له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې د یمن دخلکو پرضد حملو او جنایتونو ته دوام ورکړی چې په ترڅ کښې یې په لسګونو زره بې ګناه خلک وژل شوی او په میلیونونو کډوال شوی هم دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي