برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۴ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د یمن دجنګ اصلی قربانیان

آریانانیوز: یمن د روغتیا وزیر طه المتوکل پرون وویل هرکال په دغه هیواد کښې یو لک ماشومان د جنګ ، دکلابندۍ ، د ناوړه خواړو او د اړتیا وړ درملو د نشتون په دلیل وژل کیږی
هغه وویل د یمن پرضد دسعودی عربستان او دهغه دملګرو هیوادونو د جنګ ، د کلابندۍ او په بیخ بنایی تاسیساتو د حملو دوام د هیواد په سلګونو زره ماشومانو د روغتیا او د ژوند له حق څخه محرومه کړی دی .
د یمن د روغتیا وزیر طه المتوکل جوته کړه په دغه هیواد باندې د سعودی عربستان او د هغه د ملګرو هیوادونو د حملو پایلو نه یوازې د ماشومانو د ځانګړیو مرکزونو په شمول د روغتیا په برخې ګوزار کړی دی او په غیر مستقیم ډول د ماشومانو لپاره د ناروغیو د ضروری طبی تجهیزانو او د درملو د ورتلو خنډ شوی بلکې د داسې ناروغیو سبب هم شوی دی چې ډیر ماشومان یې وژلی دی .
هغه ماشومان په یمن د حملو لومړنی قربانیان وبلل او ویې ویل لومړنی کسان چې تیریګر هیوادونه ورباندې حملې کوی ښځې او ماشومان دی .
د یمن د روغتیا وزیر طه المتوکل وویل په پلازمینې صنعا کښې په بنی حوات سیمې باندې د توغندوی د لګیدا په وجه د شلو(۲۰) ماشومانو او ښځو وژله ، په صعده ولایت کښې د زده کونکو په بس د سعودی عربستان په برید کښې د شلو (۲۰) ماشومانو وژله او په حجه ولایت کښې په حجور سیمه کښې د سعودی عربستان دتیریګرو عسکرو په جنایت کښې د شلو(۲۰) میرمنو او ماشومانو وژله په تیرو څو کلونو کښې په یمن د تیریګرو هیوادونو د جنایتونو بیلګې دی .
سعودی عربستان د امریکا ، د متحده عربی اماراتو ، انګلستان او د صهیونیسټ رژیم په مرستې او مرلاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن د بې ګناه او بې وزله خلکو پرضد حملو او جنایتونو ته دوام ورکړی او له کبله یې تراوسه په لسګونو زره کسان مړه او ژوبل شوی او په میلیونونو نور کډوال شوی هم دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي