برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۱ بهمن , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د یمن جګړه؛ له شبوې څخه د امارتي ځواکونو ماتې او شاتګ

آریانانیوز: پر متحده عربي اماراتو د یمن د پوځ برید په یمن کې د دغه هېواد پوځي عملیات درولي دي.


المیادین ټلویزیون د یوې باخبرې یمني سرچینې له قوله ویلي: د اماراتي مزدورانو د ځواکونو د بیا تنظیمولو او د شبوې له محور څخه د نظامي لوا د ایستلو اقدام د اماراتو په حکم ترسره شو.

د اماراتي اجیرانو دا اقدام د ښکاره ماتې سره د شاتګ په توګه لیدل کیږي.

سرچینې زیاته کړې: د اماراتي ځواکونو د وتلو پریکړه د یمني ځواکونو په مقابل کې د دوی له ماتې او د درنو تلفاتو او زیانونو له زغملو وروسته شوې ده.

د متحده عربي اماراتو ژورو کې برید او د صنعا لخوا ورته بریدونو د بیا تکرار ګواښ متحده عربي امارات دې ته اړ کړي چې په یمن کې خپل نظامي عملیات وځنډوي.

المیادین دا هم وویل چې د اماراتي اجیرانو چې د “عمالقه” لوا په نوم پیژندل کیږي د خپلو ځواکونو بیا تنظیم او د یمن په ختیځ کې د شبوې صوبې څخه بهر د دوی د ځای پرځای کیدو اعلان کړی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي